روزګان : دهراود کې ۳ پولیسو خپل نهه تنه ملګري وژلي

کابل ټکی کام  (دوشنبه، مرغومی ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل):

د اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې ۳ ملي پولیسو خپل نور ۹ تنه پولیس وژلي او له سیمې نه په تېښته بریالي شوي دي .

د اروزګان ولایت امنیه قومندان «غلام سخي روغ لېوني» تېره ورځ رسنیو ته د یوه تلفوني تماس له لارې ويلي، چې تېر ماښام د دهراود ولسوالۍ اړوند سنګر سیمه  کې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.

 هغه زیاته کړه؛ چې په یاده سیمه کې د دولت په یوې دفاعي پوستې کې ۱۲ عسکر مېشت وو چې درې تنو يې د یوه پلان له مخې په خپلو نورو  ۹ تنو ملګرو ډزې کړي او وژلي يې دي .

د اروزګان ولایت د ولایتي شورای پخواني وکيل «امان الله هوتکي» دا  پېښه تائیدوي او تر ځنګ يې وايي چې په پوسته کې درې تنو پولیسو چې ګمان کيږي طالبانو سره يې په پټه اړېکه نيولې دغه اقدام يې کړی .

نوموړی زیاتوي، چې پولیسو د ۹ تنو ملګرو له وژلو وروسته  وسلو سره طالبانو ته ورغلي دي .

خو په دې هکله طالبانو تر دې دمه څه نه دي ويلي.

تېره ورځ هم په ورته پېښه کې د هلمند ولایت لښکرګاه ولسوالۍ اړوند باباجي سیمه کې یوه پولیس د قومندان په ګډون څلورتنه ملګري وژلي وه او وسلو سره طالبانو ته ورغلی وه.

د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ دا پېښه تائید کړې او ويلي وه، چې په پوسته کې یو قومندان او درې تنه پولیس د خپل ملګري له لوري وژل شوي او برید کونکی پولیس له سیمې نه تښتېدلی .

د سرجنګ په وینا، د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي .

طالب ویاند قاري یوسف احمدي د پېښې مسؤلیت منلی او ويلي يې دي، چې برید کونکی پولیس ددوي نفوذي ملګري وه، له وسلو سره یوځای دوی ته رسېدلی دی.

 سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button