د کابل په څلور اړخیزه ناسته به سوله راشي؟

نن  کابل په اصطلاح د څلور اړخیزي ناستي کوربه دی، ویل کیږي چي د غونډي برخه وال پاکستان، امریکا، او چین د کابل په کوربه توب (د سولي؟) لپاره سره راټول شوي دي، افغان ولس نه په هیږي چي سوله د چا له اړخه کیږي، له چا سره کیږي او د څه لپاره کیږي؛ ځکه افغان ولس په خپل کور کي یرغمل شوی، مځکه او فضا یې اشغال شوې، یو اسلامي او د خوښي نظام یې نړول شوی په عوض کي یې پردو یرغلګرو د برچې په زور پردي پال عناصر پرې تپلي دي.
سوله د افغان ولس هغه ورکه ده چي له ډيره وخته یې د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، افغان ولس سوله غواړي خو همدا یرغلګر او داخلي ملاتړي یي دي چي پرافغانانو یې سوله نه لوریږي، په یوه او بله بهانه سوله او امنیت ترې تروړي، نا امني او وحشت پرې تطبیقوي، تیر پنځلس کلونه د دې کیسې روښانه تصویر دی.
د افغان ولس روانه سپېڅلې مبارزه د سولي لپاره ده نه د جنګ لپاره، په تیر او اوس کي پر افغانانو جګړه تپل شوې ده، سوله ترې غصب شوې ده، دوی هڅه او هاند کوي چي بیرته هغه ورکه سوله راستنه کړي، خو دا د معاصري متمدني نړۍ سر والان دي چي نه یوازي افغانستان کي بلکي د اسلامي نړۍ په ډيرو خطو کي یې سوله په وحشت او روڼا په تیاره تعویض کړې ده.
ایا دا ممکنه ده چي په یوه وخت کي دي د سولي او جګړې دواړو لپاره مثبت کار وشي؟، هغه داسي چي په اصطلاح د سولي لپاره دي غونډي دایریږي او په همدغه زمان او مکان کي دي د جګړې د اوږدیدو لپاره د امنیت په نوم د غلامۍ تړونونه لاسلیک کیږي.
د سولي له نارو او شعارونو سره هم مهاله د افغان ولس د وژلو او کور نړولو لپاره بهرني وسله وال او بمونه راوړل کیږي، ګومان نه کیږي چي کوم سالم فکر دې دغه ډول هڅو ته د سولي نوم ورکړي؛ ځکه لمر غوندي روښانه ده چي د وسله والو او وسلو واردول د سولي لپاره نه، بلکي د جګړې د لا ګرمولو او اوږدولو عمده علت او سبب دی.
دا څه معنی لري چي امریکا یا یې چارواکي او جنرالان د نورو پوځیانو د راوستلو غوښتني کوي او په جګړه کي د خپلي هغه ژمني پر خلاف چي نور به جنګ کي برخه نه اخلي یو ځل بیا ګډون کوي؟، ( لکه هلمند کي چي مخامخ جګړه کي د  ګډون په وخت ښه دروند زیان هم ورته واوښت).
دا یو منل شوی حقیقت دی چي سوله په زور نه راځي، سوله پاک نیت غواړي، سوله ټینګه اراده غواړي، سوله د اشغال خاتمه غواړي او سوله د فساد او ټوپکسالارۍ محوه کیدل غواړي.
موږ باور لرو چي سوله هغه مهال شونې ده چي د یرغل کرغیړن ټغر په یو مخیزه توګه ټول شي، افغانان د دې پوره استعداد لري چي سوله راولي، ځکه دې ولس د سولي لپاره ډيري قربانۍ ورکړي دي او د سولي په اړتیا  تر نورو ښه پوهیږي.
د کابل د اوسنۍ څلور اړخیزي ناستي څخه د سولي تمه ځکه نشي کیدای چي نه د یرغلګرو ځواکونو او نه هم د کابل د غبرګ سري رژیم سولي ته رښتنې اراده شته، د سولي په نامه غورځي پرځي یې هسي د خلګو د غولولو او د اذهانو د مغشوشولو برنامې دي.
ـــــ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button