ليکوال: ډاکټر هدايت هوتک
د یوه ملګري ستړي مشي ته تللی وم چې د ۲۰۱۹ز کال د اګست په لومړي تاریخ د یوې میاشتې بند نه پس له ترکې څخه را ډیپورټ شو.
ده خپله د نیولو او هیواد ته د راتګ کیسه راته کړه.
د وطن حالاتو زمونږ د افغانانو زړونه دومره سخت کړي چې ډېر غټ دردونه راته کوچني معلومیږي، لکه ددې طرف نه د سفر کیسه، هلته د روزګار پیداکولو کیسه، بیا د مسافري ژوند، هلته د مسافرو سره غیر انساني چلن، او تر ټولو دردونکي بیا دا چې د خپلو تویو کړو خولو اجرت نه ورکول… دا هغه خبرې دي چې مونږ ته ظاهراً د پردیو دلاسه راپېښې دي خو په حقیقت کې دا ټولې زمونږ د خپلو بې ضمیره وطن فروشانو د لاسه دي.
خو دې ټولو ته زمونږ سره د تللو سپینږیرو دا یوه خبره په خوله وه چې زه ښه ده چې اختر دې په کور شو.
لنډه دا چې کیسه یې تر کابله راورسوله، ویل یې مونږ د ورځې ۱۱:۳۰ بجې له طیارې نه راښکته شوي وو خو د ماسخوتن پر ۷:۳۰ بجو یې راپرېښودو.
په دې موده کې مونږ ته د اردو، کمانډو، او شخصي پتلون کړي کسان راتلل او هر یوه په خپل وار سره په پیل کې ډېر په نرمه فوځي ښوونځیو ته د ورتګ بلنه راکوله.
زمونږ ملګري چې خالي لاس راستانه شوي ول د افغاني دود له مخې د مسافرۍ نه پس ورته تش لاس کور ته تګ ورته عیب ښکارېده، او په ضمن کې د یوه هم له کور سره رابطه نه درلوده نو ځینو ملګرو ورسره د تګ او ډېرو د نه تګ ځواب ورکړ.
خو په آخر کې یې په لهجه کې تندوالی راغی او کاغذونه یې مونږ ته راوړل چې دلته ګوتې ولګوئ او زمونږ سره چې د فوځ هر ارګان ته تلل غواړئ لاړ شئ نو په دې وخت کې چې مونږ شور جوړ کړ راته یې کړل چې خپل یو نمائنده وټاکئ.
د ډلې څخه یو ځوان چې پر لاره یې هم مشري پر غاړه وه فوځي افسرانو ته ورمخکې شو او فوځي افسرانو ته یې د هغوی د تکراري سوال په ځواب کې وویل چې که په زور هم تاسو وغواړئ مونږ درسره نه ځو، او مونږ ټولو هم ورسره دا خبره بدرګه کړه.
دوی چې نور یې هېڅ پر وس پوره نه و په پای کې یې زمونږ څخه د ډیپورټ پرچې ټولې او بېرته رانه کړې.
(ډیپورټ پرچه داسې یو کاغذ دی چې لرونکی یې د ۱۳۰ امریکایي ډالرو حقدار ګرځي چې د مهاجرت د نړیوال سازمان له خوا حکومت ته ورکول کیږي.)
نو مونږ همداسې تش لاس پس له یوه کال مسافرۍ نه بېرته کورونو ته راغلو.
نن د عرفې په ورځ هم له ترکې څخه مهاجر را ډیپورټ شول او د ورځې له ۹:۳۰ بجو څخه تر ۳:۳۰ بجو پورې په هوایي میدان کې ول، له هغې وروسته یې رابطه قطعه شوه، که رابطه ورسره وشوه عکسونه، ویډیوګانې، او یا هم غږیز پیغامونه به یې درسره شریک کړم.
ددې ټولو حالاتو نه ما ته معلومه شوه چې دلته په هیواد کې دننه اقتصادي ناورین، د کار او روزګار نه شتون، او مهاجرین نورو هیوادونو کې کار او روزګار ته نه پرېښودل او بېرته راډیپورټ کول ټول د تابتونو د سوداګر احمقانه طمعه ده چې له دې لارې غواړي زمونږ په ځوانانو د رزق ګټلو ټولې لارې بندې کړي او یواځي د مرګ لار(اردو ته تګ) پرانیستې پرېږدي، چې خپلو موخو ته د رسېدلو دپاره دلته یو دائمي جنګ روان وساتي، او هېواد او هېوادوال مو همېشه د جنګ په لمبو کې وسوځي ترڅو ددوی ناجائز خواهشات پوره شي.
















