د اسلامي حکومتولۍ د تاريخ يوه پاڼه!!

ډاکټر يوسف اکبري

هغه مهال چې اروپا مسلمانانو ته د محصلينو د منلو وړانديز وکړ

د جګړې په ډګر کی یو قدم مخ ته تلل د سلو کلونو له مخته تللو سره برابر دی

د اروپا د لويې وچې ( انګلیند، سویډن اوناروی) هیوادونو ستر ټولواک – دوهم جورج – ، په اندلس (هسپانیه او پرتګال – Spain+ portogal) کې د مسلمانانو خلیفه -دریم هشام – ته د هیلو او پیرزوینو ډک یو لیک استولي چی موخه یې په اسلامي علمي مراکزو کی د اروپایي محصلینو د منلو وړاندېز ښودل شوي دي.

د لیک محتوا په لاندې ډول ده
د مسلمانانو خلیفه جلالتمآب هشام الثالث!
له سلامونو او نیکو پیروزینو وروسته!
مونږ ستاسو د هغو پرمختګونو په باب چې ستاسو د بډایو هیوادونو علمي او صناعتي مراکز خړوبوي، ډیر څه اوریدلي دي، نو له دې امله مو د خپل ځوان نسل لپاره دا غوره وګڼله، ترڅو په بنسټیزه توګه له یادو مراکزو څخه د یوشمیر علمي بیلګو په خپلولو سره ستاسې په پل، پل کښیږدي، چې د بیرته راستنیدو پر مهال به زمونږ په هیوادونو کې د علم ډیوه بله او له څلورو خواو به د ناپوهۍ تیارې له مینځه ولاړې شي

د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره مو د انګلیس له آړخه د اشرافي نصبه نجونو یو وفد، چې مشري یې زما د وریرې شهزادګۍ (دوبانت) پر غاړه ده، ستاسو لوړحضور ته دراستوو.
مشره شهزادګۍ به ستاسو د احترام مراسم پر ځای کړي
د ناستې د تخت ځونډي به مو په لیمو پورې کړي، عاطفه به مو راپاروي، ترڅو د خپلو ملګرو سره یو ځای ستاسو او هغو ښوونکو چی د دوى د تحصیل او تعلیم دنده په غاړه لري، د مهربانی وړ وګرځي.
شهزادګۍ به همدارنګه ستاسو لوړ حضور ته یوه نسبتاً د پام وړ ډالۍ هم وړاندې کوي. هیله ده د قبلیدو وړ مو وګرځي.
په درناوي.
ستاسو منونکی خادم: جورج
د اروپا ستر ټولواک

نو په زغرده ويلاى شو چې دا مونږ وو چې د ټرمپ او نورو غربيانو نیکونو ته مو د علم، پوهنې او ټکنالوژۍ لارې ورښودلې،اروپا او امریکا چی نن په خپلو پرمختگونو ویاړي دا یې له مونږ زده کړي، د انسانیت په تاریخ کې د ټکنالوژي بنسټ ایښودنه د مسلمانو پوهانو د ماغزو زیږنده ده، که څوک د ساینسي علومو تاریخ وګوري نو ورته جوته به شي چې د شرعي او عصري علومو مخکښان یواځې مسلمان پوهان دي اوبس.
البته زمونږ د اوسني عصر د وروسته پاتې والي له اساسي لاملونو یو هم دوه سوه کلن صلیبي جنګونه وو چی اسلامي نړۍ یی شاته ټیل وهله.
مګر له بده مرغه نن د اسلامي امت ډیری ځوانانو زمونږ د تاریخ زرین تاريخي پړاوونه هیر کړي دي د هغه ځوانانو له نظره چې له خپل ماضي ناخبره دي اروپا او امریکا ورته د بشریت د پرمختګ مخکښان ښکاري چې په حقيقت کې خبره برعکس ده.

خبردار!
امریکا (USA) ماتیدونکې ده، دا یې وروستۍ سلګۍ دي. او د پخواني شوروي اتحاد (USSR) برخلیک یې وروستی تم ځای دی دا هم په معاصر وخت کې پر نړیوالو د افغانانو دوهم ستر احسان دی، لومړنی هغه چې د قطبي خرس (پخوانی شوروي اتحاد) له شره يې ټوله نړۍ وژغورله.
یوه پوځي مقوله ده وایي چې:
د جګړې په ډګر کی یو قدم مخ ته تلل د سلو کلونو له مخ ته تللو سره برابر دی او همدارنګه په دی ډګر کی یو قدم شا ته تلل د سلو کلونو له شاته تللو سره برابر دی، روسان چې له آمو سیند نه یو قدم را مخ ته شول نو د افغانانو د سپیڅلي وسله وال جهاد په پایله کې چې کله د آمو له سیند نه یو قدم بیرته شاته په تلو مجبور کړاى شول نو اویا کلنه امپراطوري یې ونړیده، او همدا برخلیک نن د امریکا هم دی.

مربوطه مطالب

Back to top button