یوناما؛ پکتیا کې دګډو ځواکونو له لوري وروستی جنایت غندلی

کابل ټکی کام (چهار شنبه ، ۲۳ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د ملګرو ملتونو دڅار اداره (یوناما) پکتیا کې د ګډو ځواکونو له لوري وروستۍ غمیزه غندلې، اودایې جنګي جنایت بللی.
ګډو ځواکونو درې شپې وړاندې داختر په شپه دې ولایت کې شپنۍ چاپه ووهله، چې د محصلینو او پوهنتون د استادانو په ګډون یې یوولس ملکیان ووژل.
یوناما په خپل راپور کې وايي، چې دوى د بشري حقونو ډله ددغې پیښې کلکه څارنه کوي، اوپر وخت به اقدام وکړي.
یوناما د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې ملکیانو ته زیان رسول نور باید پای ته ورسول شي.
د یادونې ده چې وړمه شپه ګډو ځواکونو په عملياتو کې د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په کولالګو سېمه کې د دوو کورنیو یوولس تنه بې ګناه خلک ووژل چې کلک غبرګونونه یې راوپارول.



