آيا پوهيږۍ ګوګل څه معنی لري؟

د ګوګل کليمه له ګوګول googol څخه اخيستل شوۍ چۍ معنی يې ده يو او مخ ته يې سل صفرونه او يا لس په توان د سل چې ددې کليمې لمړنی ويونکې نهه کلن ميلټون سپروټا ؤ ښاغلی ميلټون د مشهور امرکايي رياضي پوه اډوارډ کانسر وراره دی ښاغلي اډوارډ غوښتل تر څو لس په توان د سل ته څه نوم کيږدي نو دخپل وراره يې وپوښتل نو هغه ورته ګوګول نوم کيښود هغه دې ته ورته لوی عددونه ګوګلي بلکس و نومول لس په توان د سل يې يو ګوګلي پلکس و نوماوه .
د ګوګل کليمه په اصل کی يو شعار دی او د لس په توان د سل نه مقصد او غرض دا دی ګوګل په پام کې لري چې خپل خدمتونه, اهداف, ارتباطاط , اطلاعات, او معلوماتي اړيکو ته تر دغه اندازه (لس په توان د سل ) په نړيوال چال کې پراختيا ورکړي .
دغه خيالي عدد دومره لوې او ستر دی چې د رياضي پوهان وايي چې په ټوله هستي کې په هيڅ يوې پديدې کې هيڅ يو ګوګل وجود نه لري نه د ستورو نه د ګرد او غبار زراتو نه د اتومونو . ځکه ګوګل لاس ته يو نه راتلونکی عدد دی.
د ګوګل د اټکل له مخې ګوګل په ټوله نړۍ کې تر يو ميليون څخه زياتې سرورې لري او هر ورځ پکې تر يو ميليارډ زياتې لټون غوښتنې کيږي .
او د معلوماتو د توليد د کارکونکو لخوا نږدې 24 پيټا بايټ پروسس تر سره کيږي .
تاسو ته معلومه ده چې زر داسې لیکو ۱۰۰۰ یو او مخې ته درې صفره یا یو لک لیکو نو مخې ته درې صفره ږدو ۱۰۰۰۰۰ خو ګوګل به څنګه لیکو هغه داسې چې یو لیکو او مخې ته سل صفره ږدو
(۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰)



