کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۵ زمری ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو فاریاب کې په دولتي سرتیرو کمین وهلی، چې نتیجه کې یې۱۱ تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فاریاب ولایت د قیصار ولسوال رحمت الله قیصاري داپیښه تائید کړې او زیاته کړې ده چې امنیتي ځواکونو ته دغه مرګ ژوبله په دغې ولسوالۍ کې اوښتې ده.
د قیصار د ولسوال په خبره په دغه پېښه کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي چې سیمه ییز پولیس هم پکې شامل دي.
هغه زیاته کړه چې قیصار ولسوالۍ کې طالبانو پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي وو، کله چې دا کومکي ځواکونه مرستې ته ورتلل نو د طالبانو له کمین سره مخ شول.
















