میدان وردګ: سید آباد ولسوالۍ کې هوایي برید ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۵ زمری ، ۱۳۹۸ل)

ګډو ځواکونو یوځل بیا میدان وردګو ولایت کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي، چې دښځو اوماشومانو په ګډون یې پنځه تنه وژلي دي.

دا پیښه دسيدآباد ولسوالۍ د سنداور په کلي کې رامنځته شوې چې دپیښې ټول قربانیان ملکي وګړي ښودل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، تېره شپه په یاده سیمه هوايي بریدونه وشول چې له امله یې دا پنځه کسه چې مېرمنې هم پکي شاملې دي وژل شوي دي.

د دې پېښې او قربانیانو په اړه د میدان وردګو ولایت دولتي چارواکي ناخبري ښيي، خو دسیمې اوسیدونکي دا یو قصدي عمل بولي.

په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري په شپنیو عملیاتو کې تر ډېره ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي چې په وروستۍ پېښه کې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د تېرې یکشنبې په شپه ۱۱ تنه محصلین ووژل شول.

وروستیو ړندو بمباریو او شپنیو چاپو ولسي خلک په غوسه کړي، او ژر تر ژره یې ددې وحشي عمل دبندېدا، اوددې پیښو عاملینو ته دسختې سزا غوښتنه کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button