کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۵ زمری ، ۱۳۹۸ل)
دحزب اسلامي مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند، ګلبدین حکمتیار دسولې راتګ ښه زیری وباله، او د ټاکنو په نه ترسره کېدا یې یو ځل بیا اعتراف وکړ.
حکمتیار چې نن یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، که چېرې د دمذاکراتو روانې خبرې په هېواد کې د تلپاتې سولې سبب کیږي؛ نو د لنډمهالي حکومت مخالفت به ونه کړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، ډیر احتمال شته چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې وځنډیږي، ځکه چې دامریکا هڅه داده، ترڅو زر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي.
حکمتیار وویل دا ممکنه نه ده، چې سوله او ټاکنې دې په یوه وخت وشي، که ټاکنې کیږي؛ بریالی نوماند به دخپلې دورې تر پایه دتېر په څېر دخپل واک دوام غواړي، نه سوله.
















