کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۵ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا جمهوري پلوه سپين ږيري سناتور ران پال دافغانستان جګړه دویتنام ناکامه تجربه بللې، او اوسني حاکم حکومت ته یې له دې هیواده دخپلو سرتیرو د ژر تر ژره راویستلو سپارښتنه کړې.
پال ويلي، افغانستان د امپراتورانو هديره ده او امریکا بايد په افغانستان کې خپله اتلس کلنه جګړه نوره پای ته ورسوي.
سناتور په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې افغانان هېڅکله پر خپله خاوره د پرديو شتون او واکمني نه مني او تېر اتلس کاله د امریکا لپاره ستره تجربه وه، چې بايد نور دغه جګړه پای ته ورسوي.
دغه پنځه اويا کلن جمهوري پلوه سناتور په سپينو او جګړه ضد خبرو مشهور دی او تل په خپلو څرګندونو کې د امریکا روانه جګړه بې ګټې او خلاصون ترې حتمي بولي.
د سناتور ران پال سربېره يو شمېر نور امریکايي چارواکي او کانګرس غړي هم د افغانستان د روانې جګړې مخالف دي او له طالبانو سره د خبرو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دريځ ملاتړ کوي.
















