د امان الله لور څه موده وړاندې په لندن کې د بي بي سي دفتر ته ورغلي وه او د امان الله خان په اړه يې هغه څه وويل چې ډيرى خلک ورڅخه ناخبره دي او په پټو سترگو د امان الله خان درواغجن توصيف کوي، برسيره پر دې چې لا د غازي سپېڅلى لقب هم ورته استعمالوي.
دا سمه ده چې د انگليسي استعمار پر ضد امان الله خان هغه مهال رسما د سپيڅلي جهاد اعلان وکړ چې ټول ملت لا د مخه د انگليسانو پر ضد وسلې ته لاس کړى و او رښتيا هم دغه مهال د ملت تر څنگ ودرېد او د غازي لقب يې خپل کړ خو دا چې د انگليسي استعمار نه تر آزادۍ وروسته د انگليسانو په بل دام کې يې ځان واچاوه او هغه دا چې د انگليسانو او اروپايانو په گډه دسيسه اروپا ته د سفر بلنه ورکړاى شوه نو امان الله خان پرته له دې چې د دې دسيسه اي سفر پر عواقبو سوچ وکړي، يا له ملت سره مشوره وکړي دغ دام ته ورودانگل او په دغه دام کې هغه مهال پوخ ونښت چې د اسلام دښمنانو د اروپا د عيش او عشرت د ژوند په خوندونو کې دومره ډوب کړ چې دغه سفر يې تر شپږو مياشتو وغزولو او خپل عظيم او غازي ملت يې هېر او بې سرنوشته پريښى بلکې هېر کړى و، تر دې چې اروپايانو وکولاى شول د دې شپږو مياشتو موده کې د ده او هم د ده ميرمنې ملکه ثريا مکمله مغز شويي وکړي
او د مغزشويۍ آثار يې هغه مهال ملت په خپلو سترگو حس کړل چې کله امان الله او ميرمن يې جوړه په کابل کې له الوتکې نه په داسې حال کې راکوز شول چې افغاني جامې يې په اروپا کې پرېښې وې او د انگليسانو لباس يې پر تن، او ملکه ثريا نیمه بربنډه وه.
دغه مهال ملت درک کړه چې امان الله شپږ مياشتيني سفر مکمل منحرف کړى او اوس يو غازي نه بلکې يو … و
خلکو يې پر خلاف هغه مهال وسله وال پاڅون ته مجبور کړاى شول چې امان الله او ميرمنې يې د غرب نه راوړې د بې دينۍ نسخې د اصلاحاتو په نوم اعلان او پر خلکو يې په جبري توگه د منلو تابيا ونيوله.
د امان الله خان انحراف هغه مهال خلکو ته لا يقيني شو چې کله له افغانستان نه د تيښتې لپاره ځان او کورنۍ د همغه چا غيږې ته وغورځاوه چې پر خلاف يې جهاد اعلان کړى ؤ.
امان الله د برطانوي هند د کويټې ښار ته چې د انگليسانو په لاس کې و پنا يوړه او له کويټې نه انگليسانو په اورگاډي کې سپور بمبئ ته ورساوه، له هغه ځايه يې روم ته وليږداوه چې هلته د خورا ذکت شپو کولو ته مجبور کړ او چې کله ومړ نو د افغانستان حکومت اجازه نه ورکوله څو جسد يې دغې مجاهدې خاورې ته انتقال شي خو بالآخره د ملکه ثريا له ډير اصرار وروسته يې په جلال اباد کې د ښخيدا اجازه ورکړه.
پايله دا شوه چې امان الله خان له اسلام او جهاد نه داسې منحرف شو لکه جهادي اوه تنظيمونو ځينې مشران چې منحرف شول، په هيڅ دين او مذهب کې به ورته د غازي لقب د ورکولو جواز ونه مومي.
















