(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۶)
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان سولې په تړاو له خپلو سلاکارانو سره تر ناستې وروسته په یوه ټويټ کې ويلي چې د جګړې ټول لوبغاړي د یوې معاملې په لټه کې دي.
پرون د جمعې په ورځ د سولې خبرو لپاره او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ولسمشر ټرمپ ته د طالبانو سره د مذاکراتو ټول راپور وړاندې کړ.
په دغه ناسته کې (د ټرمپ مرستيال پېنس، د بهرنيو چارو وزير پامپيو، د دفاع وزير، د سي أی اې مشره او د امريکايي حکومت نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.
ټرمپ ويلي د افغانستان په اړه مې همدا اوس ډير ښه مجلس درلود په خبره يې که امکان ولري امريکا او د نوولس کلنې جګړې ټول لوبغاړي د یوې معاملې د سر ته رسولو په لټه کې يو.
امريکايي چارواکي وايي، چې طالبانو او امريکا په مذاکراتو کې ښه پرمختګ کړی په وينا يې امريکا به په لومړۍ مرحله کې پنځه زره عسکر له افغانستانه اوباسي، پاتې عسکر به هم په اتلس مياشتو کې ووځي، او د امريکايي عسکرو سره یوځای به د جرمني او ايټاليا ځواکونه هم افغانستان پريږدي.
طالبانو او امريکا له نږدې یوه کال راهيسې مذاکرات پيل کړي چې د دواړو غاړو په وينا دغه خبرې ۹۹ سلنه پای ته رسيدلي او یوازې په هوکړه باندې لاسليکونه پاتې دي چې ښايي د ملګرو ملتونو، چین او روسيې په شتون کې په نږدې ورځو کې پر یاده هوکړه لاسلیکونه وشي.
















