کابل: هوټل کې د واده مراسمو پر مهال چاودنې ۶۳ کسان وژلي؛ طالبانو دغه برید غندلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۷)
بیګا د یکشنبې ورځې ماخوستن مهال د کابل شپږمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې په یوه هوټل کې چاودنې شاوخوا دوه نيم سوه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چاودنه هغه مهال شوې کله چې د درالامان پر سړک د شهردوبۍ په نوم د ودونو په سالون کې د واده مراسم روان و.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحيمي وايي، چاودنه همغه ځای کې شوې چې د واده زلمی پکې ناست و.
د رحيمي په خبره، په چادنه کې تر اوسه د وژل شويو کسانو شمير ۶۳ ته رسيدلی او د ۱۸۰ کسانو ټپي کيدل تاييد شوي، ښايي دغه شميرې تغير وکړ.
په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د محمد فرحق په نوم د واده یادو مراسمو ته یو تن وربلل شوي کس ويلي چې دی د ښځو په ځانګړي ځای کې وو ځکه ژوندی پاتې شوی په وينا يې “د نارينه و ځای کې ټول خلک زيانمن شوي يا وژل شوي یا ټپيان دي”.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهين دغه برید ظالمانه او وحشيانه عمل بلل او دغه برید يې غندلی او دغه راز د طالبانو یوه بل ویاند ذبیح الله مجاهد هم په نوموړي هوټل کې چاودنه غندلې په وينا “اسلامي امارت د کابل ښار په یو هوټل کې په ملکي خلکو چاودنه کول او هغوی ته تلفات اړول په کلکه غندي، دغه ډول وحشیانه قصدې وژنې او ښځې او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري”.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه چاودنه د چا له خوا ترسره شوې او نه يې تر دې دمه چا مسؤولیت منلی.



