هسې نه چې ستا زړه مې مات کړى وي

انجنير عمير وياړ
يوه ورځ مسلمانان د اموي خلیفه امیرالمومینین عمر بن عبد العزیز کور ته د اختر مبارکۍ لپاره ورغلل تر څو له هغه سره اختر مبارکي و کړي، له مبارکۍ وروسته چې سړي ووتل نو يو شمېر ماشومان د هغه کور ته وردننه شول چې د هغوی مینځ کې د عمر بن عبدالعزیز زوی هم و چې ډیرې زړې او قدیمې جامې یې پر تن وې نورو ماشومانو ډیرې ښایسته او نوې جامې آغوستي وې، نو عمربن عبد العزیز وژړل….
زوی مبارک یې ورمخته شو او پوښتنه یی وکړه:
ای زما پلاره څه شي وژړولې؟
ویې ویل: هیڅ شي زویه هسې وډار شوم چې ستا زړه مې نه وي مات کړی!
دا چې له دغه زړو اوقدیمي جامو سره د نورو ماشومانو په مینځ که ګرځې چاچې ښایسته او نوې جامې آغوستي دي….
بچي یې ورته وویل: ای پلاره دا څه خبره ده، زړه خو د هغه چا ماتیږي چې الله جل جلاله پیژني او نافرماني یې کوي، د مور اوپلار عاق وي، اما زما په الله قسم دی چې زه داسې نه یم، او په حقیقت کې عید د هغه چا دی چې د الله تعالی اطاعت او بندګي کوي.



