اوکراین کې اور لګیدنه؛ ۹ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۷زمری، ۱۳۹۸)

د اوکرایني رسنیو د خبر له مخې چې په اوکراین کې د اور لګیدنې له امله ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پیښه د اوکراین د تفریحي ښار د “ادیسه” په یوه هوټل کې رامنځته شوې ده.

سیمیزو چارواکو هم منلې چې د توکیو سټار په نوم په یوه هوټل کې اور لګیدلی او ۱۹ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د اور لګیدنې پر مهال په هوټل کې لسګونه کسان وو خو د پولیسو په وینا چې د اور وژنې د کارکوونکو لخوا سل تنه ژوندي ژغورل شوي دي.

په دې پیښه کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي، د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه دا نه ده مالومه چې د اور لګیدنې لامل څه وو خو پولیسو ویلي چې پلټنې به ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button