سرمقاله
هېوادوال بايد متوجه وي چې د هېوادوالو نا اشنا ټولې وژنې د اشرف غني د امريکايي ادارې د استخباراتي کړيو لخوا د دې لپاره ترسره کيږي څو اوبه خړې او ماهيان پکې ونيسي په دې معنا چې له ېوه اړخه خپل رقيب يعنې طالبان د هيوادوالو په اذهانو کې بدنام او له بلې خوا خپل باداران چې ېهود او نصارا دې د مسلمانانو په وژلو خوشاله کړي څو د هغوى د لا تمجيد او ترحم وړ وگرځي او لکه د ډمو ډالر پرې وشيندي او بله خبره داه چې د سولې روانه پروسه چې آن د نړيوالو د ملاتړ نه برخمنه ده او دا لاسپوڅى حکومت پکې ندى پوښتل شوى د گډوډۍ جوړولو له لارې سبوتاژ کړي
د واده په پرونيو مراسمو کې چاودنه د دې غلامې ادارې لومړۍ کړنه نده بلکې تر دې دمخه هم ورته بې شمېره بوږنوونکې پيښې يې تر سره کړي او نورې به هم ترسره کوي ځکه چې دا ديو منظم پلان له مخې تر سره کيږې او دا يوه دوامداره پروژه ده چې پانگوونه پرې شوې
د سولې په خلاف منظم کمپاین پیل شوی دی، څوک شعوري لګیا دي د سولې تخریب کوي او ځینې ګوسفندیان لا هم د بنده، په بندګۍ کې لتاړ دي، غیر شعوري لګیا دي سوله تخریبوي
په کونړ کې د یوه ځوانکي ماشوم شهادت او ورسره دا دعوه چې په موسیقۍ اورېدو طالبانو وژلی دی، د سولې خلاف د اذهانو تخریب دی
اتلس کاله کې طالبانو هیڅ کوم بنده بشر په موسیقۍ اورېدلو نده وژلی، خو نن چې د سولې خبرې مثبتې او پرېکنده مراحلو کې دي، په موسیقۍ اورېدو د زوانانو وژل پیل شوه
سبا به په ږیره څوک ووژل شي، پړه به یې په طالب واچول شي، بل سبا به یوه ښځه ووژل شي، پړه به یې په طالب شي چې د چادرۍ په نه درلودلو یې وژلې ده
بله ورځ به ډاکټر شهید وي، انجینر شهید وي، محصل او استاد شهید وي، طالب او ملا شهید وي؛ دا هر څه به د سولې دښمنان کوي، د اذهانو د تخریب په پار به یې کوي، اما پړه به یې په طالبانو اچول کېږي.
لنډه دا چې د سولې روان مذاکرات چې څومره اوږدېږي، د سولې مخالفین به د خپلو ناوړه عزائمو د تطبیق لپاره مواقع تر لاسه کوي چې ورسره به بحران لا پېچلی کېږي.
















