کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲۷ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د پلازمېنې کابل لوېدیځ شپږمې امنیتي حوزې اړوند د شهر دوبۍ ودونو تالار کې تېر ماخوستن چاودنه وشوه چې دکابل کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي په وینا، تر اوسه لږ تر لږه د ۶۳ کسانو وژل کېدل او ۱۸۲ نور ټپي کېدل تایید شوي دي.
دغه وحشیانه برید طالبانو په کلکو ټکو تقبیح کړ، قرباني شویو سره یې ځان دردمند حساب کړ، اوعاملین یې دسختې سزا مستحق یاد کړل.
عموماً طالبان دهر هغه برید پړه مني چې دوی کړی وي، که په کوم برید کې په سهوي ډول ولسي مرګ ژوبله رامنځته شي؛ دوی خواشیني ښیي او مسئولین یې محاکمه کوي.
داچې دابرید له لومړي سر فکر کېده چې داعش به کړی وي، هماغه وو چې دې ډلې په خپلې رسمي اعلامیه کې مسئولیت ومانه او دایې خپله نظامي لاسته راوړنه وبلله.
دحکومت مشر اشرف غني بغیر له صبر ددې برید پړه دطالبانو له غندنې سره سره په دې ډلې واچوله، او زیاته یې کړه چې طالبان دمسئولیت په نه اخیستلو ددې برید له ملامتیا ځان نشي خلاصولی.
سیاسي شنونکي دا برید دحکومتي او داعشي جنګیالیو ګډه لوبه یادوي. ددوی په وینا، حکومت غواړي چې په دغسې بریدونو سره ملت دطالب خلاف قیام ته اړباسي، اونړیوالو ته ددې هیواد وضعیت لاخراب وښیي؛ ترڅو امریکا اومتحدین یې خپل پوځونه له عاجلې وتنې راوګرځوي.

















