ننګرهار: د چادونو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۸زمری، ۱۳۹۸)

ننګرهار کې چادونو لسګونه کسان ټپیان کړي دي.

نن په افغانستان کې د خپلواکۍ او استقلال سلمه کلیزه لمانځل کیږي چې په همدې حال کې په ننګرهار کې په همهاله ډول څلور چادونې رامنځته شوي.

لومړۍ دوه چادونې د امیر شهید باغ ته څېرمه ترسره شوي، درېیمه چادونه د عیدګاه جمات ته څېرمه او څلورمه چادونه بیا د خوږیاڼو ولسوالۍ سره شوې ده.

د امیر شهید باغ ته څېرمه چادونه کې ۱۱کسان ټپيان شوي او د خوږیاڼو ولسوالۍ په چاودنه کې بیا دوه تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي ویلي چې دې ټولو چادونو ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې خو د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي د دې پیښو له امله ۳۲کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې چادونو مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخستی خو د دا ډول بریدونو مسؤلیت اکثره د داعش وسلواله ډله په غاړه اخلي

مربوطه مطالب

Back to top button