ټرمپ: ایران مو له اقتصاده پلوه کمزوری کړی

دوشنبه، ۲۸زمری، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران یې له اقتصادي پلوه سخت کمزوری کړی دی.
ټرمپ پر ایران د نورو او سختو بندیزونو خبرداری هم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دا هیواد به د اتومي پروګرام جوړولو ته پرینږدي.
نوموړي له ایران سره د عمومي سوداګرۍ په اړه ویلي چې له دې هیواد سره اوس سوداګري هم کمه شوې او په ټکو یې د تیلو د صاداراتو کچه یې ډیره ټیټه شوې ده.
ټرمپ زیاته کړې چې د بندیزونو له وجې ایران مجبور دی ترڅو له اتومي پروګرامونو توبه ګار شي او لاسونه پورته کړي.
ده د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکراتو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې ایران له امریکا سره د خبرو لیوالتیا لري خو په وینا یې، اوس لار ترې ورکه ده او نه پوهیږی چې کومه لار انتخاب کړي.
دی دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې ایراني چارواکو بار بار ویلي چې بندیزونو د دوی اقتصاد ته کوم تاوان نه دی رسولی او همدا رنګه یې څو ځل امریکا سره له خبرو کولو هم نټه اعلان کړې ده.



