چین؛ دافغان سولې په تړاو دهراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۲۸ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ شیجون دافغان قضیې دحل په موخه دافغانستان ولس سره هر اړخیزو همکاریو ته تیاری ښودلی.
نوموړي دګډ حکومت مشر سره په لیدنه کې ویلي، چین او افغانستان تاریخي اړیکې لري او همدې اړیکو ته په کتو دغه هېواد غواړي چې د افغان سولې په برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
نوموړي ویلي طالبانو ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د روانې جګړې د کمېدو او درېدو لپاره اوربند ته غاړه کېږدي.
د دینګ په وینا د افغانستان د ثبات لپاره یوازینۍ لار دا ده، چې طالبان د سیاسي ډلې موقف خپل کړي او وسله پر ځمکه کېږدي.
غني بیا دخپل عادت څخه دمجبورۍ په اساس دې لیدنه کې ویلي، طالبان یوه ډله ده او د سیمې هېوادونو ته نه ده په کار چې له دوی سره د یوې رسمي سیاسي ډلې په څېر چلند وکړي.
دده په وینا طالبان لا هم په جګړه باور لري او د بین الافغاني مذاکراتو مخالفت کوي.
د چین استازي دغه راز زیاته کړه، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې باید ښې شي او چین په دې برخه کې د منځګړي رول ادا کوي.
غني په دې اړه ویلي، چې افغان حکومت له پاکستان سره رښتینی دی خو پاکستان لا هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
غني داسې مهال طالبانو سره دیوشمېر ممالکو په سیاسي چلند نیوکه کوي چې دې وروستیو کې دطالبانو استازو سره اندونیزیا، ازبکستان، وروس او نورو ډیری ممالکو دیو نظام په حیث چلنداو استقبال کړی.



