تهران: واشنګټن سره بې ګټو مذاکراتو ته هیڅ لېوالتیا نلرو

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۲۸ زمری ، ۱۳۹۸ل)
ایران یوځل بیا امریکا سره له مذاکراتو انکار کړی، او زیاته کړې یې ده چې هیڅکله په هیڅ وخت کې تهران واشنګټن سره دخبرو لېوالتیا نلري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې تهران له امریکا سره بې ګټې مذاکراتو ته هیڅ لېوالتیا نه لري اوهیڅلکه به چاته سست ځواب ونه وایي.
ظریف دا څرګندونې د فنلانډ د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې ایران په وار وار امریکا ته په سوله ییزه توګه د مسائلو د حل کولو وړاندیز کړی دی خو د واشنګټن له چلنده داسې ښکاري چې د دې هېواد یوازینۍ هڅه د منځني ختیځ بې ثباته کول دي.
نوموړي زیاته کړې له دې وروسته چې هر ډول خبرې کېږي او هر هېواد چې غواړي منځګړیتوب وکړي نو باید امریکا دې ته وهڅوي څو د ایران او پیاوړو هېوادونو ترمنځ شوي تړون ته وفاداره پاتې شي.
ظریف داڅرګندونې داسې مهال کوي چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره ورځ په یو خبري کانفرانس کې ادعا وکړه چې تهران یې له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړی، او لابه خپلو بندیزونو ته دوام ورکوي.



