امريکايي جنرال: د امريکا او طالبانو د خبرو مهم ټکی له ۲۰۲۰کال تر اخره د عسکرو را ایستل دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳۰)

د امريکا د پوځ يوه متقاعد جنرال جک کین ويلي، چې ښايي په راتلونکو دوه اوونيو کې د امریکا او طالبانو تر منځ روان مذاکرات یوې موافقې ته ورسيږي.

نوموړي ويلي، چې د دغه مذاکراتو مهم ټکی د ۲۰۲۰م کال تر اخره پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل دي.

نوموړي ويلي، د تيرو اتلس کلونو لاسته راوړنه دا وه، چې پر امريکا د بل تروریستي بريد مخنيوی شوی.

امريکايي جنرال په داسې حال کې دامریکا او طالبانو تر منځ د موافقې د نهايي کيدو څرګندونې کوي چې تيره ورځ د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د قطر مرکز دوحې ته رسيدلی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، خليلزاد د تيرې جمعې په ورځ د امريکا له ولسمشر سره کتلي، د هغه دعاء يې اخيستې او ژر به د سولې د موافقې آخري پړاو پيل کړي.

د سرچينې په وينا، د دغه معاملې پر اساس به په اوله مرحله کې ۵۰۰۰ امریکايي عسکر افغانستان پريږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button