ناټو: افغانستان کې دوه امریکايي پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳۱)
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوه امریکايي پوځيان يې وژل شوي دي.
اعلاميه پرون د چهارشنبې په ورځ خپره شې او پکې راغلي چې دواړه پوځيان په يوه پېښه کې وژل شوي دي.
د دغه پوځيانو هويت او د پيښې څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
وړمه شپه طالبانو د بګرام پر هوايي ډګر توغنديز بريد کړی و او نږدې څلور ورځې مخکې د اګست د نوولسم پر شپه د کندهار، دامان ولسوالۍ مربوط د مرغان کيچې په سیمه کې د بهرنيانو پر یوه ټانګ ماین چاودنه شوې وه چې بهرنيو پوځيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د یوه افغان پوځي له لوري دوه امریکايي عسکر پر ډزو ووژل شول.
د امريکا د دفاع وزارت د رسمي شميرو له مخې، روان کال په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمير څوارلس تنو ته ورسيد خو ناتاييد شوي راپورونه وايي چې له دې زياتو امریکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د امریکا پوځي مسؤولين د خپلو پوځيانو تلفات پټ ساتي.



