د زکات مسائل (۸۹ مه برخه) له نصاب څخه په کمو ميږو کې زکوة نشته

ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي

پوښتنه : له يوه کس سره شل ميږې او بزې دي، دوه کاله وروسته له هغو څخه شل سيرلي او وري پيدا شول، اوس کله چې په همدغو شلو باندې کال تير شوی دی نو په هغو کې زکوة شته او که نه؟.

ځواب : لايجب علی هذالرجل الزکوة لعدم کمال النصاب فی الابتداء، نعم اذا کانت اربعين عند الابتداء وصارت مائة وثلثين عند حولان الحول فيجب فيه الشاتان ([1]).

د ميږو او بزو په زکوة کې معيت فی الرعی شرط نه دی

پوښتنه : له يوه کس سره څلويښت ميږې او بزې دي، کومې چې يو مزدور څروي او د همدغو ميږو څلويښت وري دي کوم چې دويم کس څروي، اوس په دوی باندې کال تير شوی دی، د يو شمير علماء کرامو موقف دا دی چې په همدغو وريو کې جلا زکوة نشته دی، ځکه چې په دې کې معيت فی الرعی شرط دی، او يو شمير نور علماء کرام وايي چې اعتبار ملکيت لره دی، لهذا په دواړو کې زکوة فرض دی، پوښتنه دا ده چې په همدې دواړو کې کوم مذهب مفتی به دی؟.

ځواب : زمونږ د امامانو په نزد جلا جلا څريدل او په يوه ځای ګډ څريدل سره برابر دي ([2]).

د هغو ځناورانو زکوة کوم چې په استعمال کې وي

پوښتنه : غوايي کوم چې د زراعت لپاره وي، آسونه کوم چې د سپرلۍ لپاره وي او غواګانې کومې چې د شيدو لپاره وي، نو په دوی کې زکوة شته او که نه؟.

ځواب : د همداسې ځناورانو زکوة نشته ([3]).

د تجارتي ځناورو زکوة

پوښتنه : يوه کس د تجارت لپاره بزې، آسونه او وغيره اخلي، همدغه ځناوران په يوه کال کې څو ځلې خرڅوي او اخلي يې هم، نو اوس د همدغو زکوة څه ډول اداء کړی شي؟.

ځواب : قيمت دې ولګوي او د هغه څلويښتمه برخه دې د کال پر ختميدا اداء کړی شي، بيا که غواړي قيمت دې ورکړي او که غواړي د همغه قيمت ځناور دې ورکړي ([4]).

د عشر او خراج بيان

د عشر پيژندنه

پوښتنه : (۱) د عشر تعريف څه دی؟.

(۲) آيا د زکوة په څير عشر لره هم نصاب شته دی؟.

ځواب : (۱) عشر د زمکې د حاصل زکوة دی، که چيرته زمکه باراني وه او د باران په اوبو خړوبيدله نو د حاصل پورته کيدو په وخت کې د هغه د لسمې برخې ورکړه د الله تعالی په لار کې واجب ده، او که چيرته زمکه د باران په اوبو نه خړوبيدله نو بيا د هغې په حاصل کې د شلمې برخې صدقه کول واجب دي.

(۲) د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد عشر لره هيڅ نصاب نشته، بلکې که حاصل کم وو او که زيات وو په هغه باندې عشر واجب دی ([5]).

همدا رنګه ليکل شوي :

مسئله : د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد عشر لره نصاب نشته، بلکې په کم او ډير کې عشر واجب دی.

حاصل که هر څومره وي، لږ وي که ډير وي، په هر حال کې د عشر ويستل واجب دي، د عشر لپاره د زکوة په څير هيڅ نصاب نشته، لامل يې د قرآن او احاديثو د الفاظو عموم دی ([6]).

د عشر واجب کيدو لپاره غناء او نصاب شرط نه دي

پوښتنه : (۱) په يو شمير سيمو کې دريابونه بهيږي له کومو چې خلکو کوچني کوچني نهرونه ويستلي او مفت يې په اوبو خپل فصلونه خړوبوي، پوښتنه دا ده چې په دې کې عشر دی او که نصف عشر؟.

(۲) يو کس ډير قرضداری دی او د هغه دومره غله کيږي کومه چې د روز مره خرچ لپاره کافی دی، آيا د همداسې زمکې په حاصلاتو کې عشر واجب دی او که نه؟.

(۳) په يو شمير سيمو کې دهقاني رواج دی او دهقان پنځمه برخه اخلي، په کومه چې کلنی ګزاره کول مشکل دي، آيا په همداسې دهقان باندې هم عشر واجب دی او که نه؟.

ځواب : (۱) د همداسې زمکې له حاصلاتو څخه لسمه برخه ورکول واجب دي.

(۲) د عشر د وجوب لپاره نه غناء شرط دی او نه کوم نصاب، لهذا په همداسې کس باندې عشر واجبيږي.

(۳) د مفتی به قول په بناء همدغه کښت ګر دې له خپلې برخې څخه عشر ورکړي ([7]).

د عشر واجب کيدو شرطونه

(۱) مسلمان کيدل، ځکه چې عشر خالص عبادت دی او کافر د عبادت اهل نه دی.

(۲) د زمکې عشري کيدل، ځکه چې په خراجي زمکه باندې عشر واجب نه دی.

(۳) له زمکې څخه د حاصل ترلاسه کول، ځکه که يو څوک د غفلت يا کوتاهي له امله حاصل ترلاسه نکړي نو عشر ترينه ساقطيږي.

مسئله : په عامو شرعي احکامو کې عاقل او بالغ کيدل هم شرط دي، مګر په زمکه باندې د عشر په واجب کيدو کې همدغه دواړه شرطونه هم نشته، ځکه چې د عشر واجب کيدو لپاره د زمکې د څښتن عاقل او بالغ کيدل ضروري نه دي، د زمکې څښتن ولو که کوچنی يا ليونی دی مګر له زمکې څخه يې چې حاصل ترلاسه شوی نو په هغه کې عشر واجب دی او د هغو د اولياؤ (سرپرستانو) په ذمه يې اداء کول فرض دي، پرته له زکوة، ځکه چې هغه د کوچني او ليوني په مال کې واجب نه دی.

مسئله : د عشر واجب کيدو لپاره په خپله د زمکې څښتن کيدل هم شرط نه دي، ځکه چې د وقف شوی زمکې په حاصل کې هم عشر واجب دی، همدا رنګه که چيرته يو کس عاريةً يا اجازةً يا په کرايه باندې زمکه واخلي او په هغې کې زراعت کوي نو د هغې د حاصل عشر د همدغه کس په ذمه دی، د زمکې د څښتن په ذمه نه دی ([8]).

([1]) فتاوی فريديه، ج : ۳، ص : ۴۳۹ – ۴۴۰، بحواله : فتاوی عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۷۸، الفصل الرابع فی زکاة الغنم، الباب الثاني فی صدقة السوائم.

([2]) فتاوی فريديه، ج : ۳، ص : ۴۴۱، بحواله : فقه الاسلامي وادلته، ج : ۳، ص : ۱۹۱۶، زکوة الحيوان اوالانعام، ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۱۶، باب السائمة.

([3]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۸۴، بحواله : هدايه، ج : ۱، ص : ۱۹۶.

([4]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۴۲۹، بحواله : مجمع الانهر، ج : ۱، ص : ۳۰۶، وکذا فی تبيين الحقائق، ج : ۲، ص : ۷۷، اعلاء السنن، ج : ۹، ص : ۶۴، باب زکوة عروض التجارة، النهر الفائق، ج : ۱، ص : ۴۶۸، فصل فی الغنم.

([5]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۸۰.

([6]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۱۷۶.

([7]) فتاوی فريديه، ج : ۳، ص : ۴۴۶.

([8]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۱۷۶ – ۱۷۸.

مربوطه مطالب

Back to top button