اشرف غني ته (بابا) ويل لکه د لکۍ داره حيوان پر سر پګړۍ ورتړل

انور میدانوال
بابا لفظ د پښتنو ترمنځ د قدر وړ کلمه ده، په عامه او کورنی اصطلاح کې نيکه ته (بابا ويل کېږي، ځينو ځايونو کې پلار ته هم زامن يې (بابا) وايي، هغه سړي ته چې عمر يې لږ زيات وي هم کشران د ادب او تعظيم له مخې د (بابا) په لفظ خطاب کوي.
پر دې سربېره زموږ په هېواد کې ځينې ممتاز ملي او سياسي وتلو شخصيتونو ته هم د ملت له لوري په (بابا) سره خطاب شوی دی، لکه احمد شاه بابا، خو دا چې زموږ هېواد ګڼ د قدر او ستاینې وړ شخصيتونه لري نه يې تقاضا کړې او نه ورته (بابا) ويل شوي دي، له دې معلومېږي چې (بابا) لقب خپل معيار لري چې زموږ ډېرو مشرانو يې ځان وړ نه دی ګڼلی او يا د ملت له لوري د هر ډول احترام او تقدير وړ ګڼلو باوجود هم د (بابا) لفظ ورته مناسب نه دی ګڼل شوی، نو ځکه يې په بابا شهرت نه دی موندلی.
دا چې په دې اخيره کې اشرف غنی ته د ځينو فیسبوکي اربکيانو له لوري د (بابا) خطاب کېږي، دا د يرغلګرو يوه مستقله دسيسه ښکاري، چې شايد عمده هدف يې زموږ د هېواد د (بابا) په لفظ د مخاطب شويو شخصيتونو تحقير وي.
يرغلګر تل دا هڅه کوي تر څو زموږ مذهبي او ملي ځانګړتياوې اوارزښتونه له منځه يوسي، لکه د لويې جرګې، اربکي الفاظ، چې د امريکايانو د يرغل په موده کې ډېر بې ځايه وکارول شول.
لويه جرګه د افغانانو تر منځ د ملي او سياسي غټو ستونزو او مسئلو د حل په موخه ايجاد شوې ده، تاريخ جوته کړې چې په سترو مسئلو باندې د تفاهم او د پېچلو ستونزو د حل لپاره لويه جرګه بهترينه تګلاره ده، چې د هېواد په کچه د سيمو او قومونو، علماؤ، متنفذينو، خير ا نديش سياسي شخصيتونه را ټولېدلو په سلا او مشوره پرېکړې کولو له برکته روانو سترو ناخوالو او يا هم احتمالی کړکېچونو ته د پای ټکی ايښودل کېږي، مګر د امريکايي يرغل را په دېخوا د هغوی د قصدي دسيسو په نتيجه کې په عامه اذهانو کې لويې جرګې خپل حيثيت تقريباً له لاسه ورکړی؛ ځکه چې هر ځل دا جرګه منعقد شوې نو:
وخت، ځای او اجنډا يې د امريکايانو له تقا ضا سره سم اعلان شوي.
هغه کسانو ته په کې د شرکت زمينه سازي شوې، چې امريکايي مشخصو اهدافو ته وفا دار برېښېدلي او يا هغه خلک چې ملت ته په هېڅ ډول د اعتبار وړ نه وو، بلکې مطرود او په نهايي درجه منفور وو.
ټول لګښتونه يې د امريکايانو له لوري د هغوی د اړتيا موافق کم او کیف سره تثبيت شوي، منظور شوي او تاديه شوي.
هغه فيصلې تصويب شوي چې د يرغلګرو ورته اړتيا وه، لکه يرغل ته د جواز صبغه ورکول، او يا هم د هغوی جرم او جنايتايو ته د جواز دلائل پيدا کول او يا هم د يرغل د مودې تمديد او داسې نور.
همدا راز د اربکيانو لفظ زموږ د هېواد په ځينو سيمو کې زيات دود وه چې تر ډېره حده د ملی چارو سمبالولو قومي سيستمونو سره تعلق درلود، اربکيان هغو رضا کارو جنګليو ته ویل کېدل چې د دين او هېواد د غليمانو د غلبې په صورت کې او يا هم د امير د لزومديد له مخې قومونو د نفوسو د تناسب په اساس د جنګ لومړيو کرښو ته استول.
مګر يرغلګرو دا اصطلاح هم برعکس وکاروله، بالاخره د منظمو دسيسيو له مخې يې دا لفظ د وحشي صفته او په اخلاقي لحاظ پرېوتلو اشخاصو لقب وګرځېد چې:
هغه چې د مورو او پلار له لوري عاق شوي او د هغوی ښېرا او آزار وهلي وي.
هغه چې په ټولنه کې استوګنه د خلکو د نفرت له امله ورته ستونزمنه وي.
هغه چې د چرسو، پوډرو او قيمار لپاره همدا ځای او وظيفه مناسبه او مصئونه ګڼي.
هغه چې د ګوتو په تڼاکو حلال رزق نه شي ګټلی غواړي د ټوپک او وسلې په مټ په آسانه توګه د غلا، چور، اختطاف او قتل له لارې پيسې وګټي.
همدا راز د (بابا) لفظ هم په دې وروستيو کې د ډاکټر فوزيه او قاري عيسی په څېر منحرفو او منحوسو عناصرو د اشرف غني لپاره کارول کېږي حال دا چې:
بابا لفظ هغه چا ته ورکړل شوی چې د ملت له متن څخه په سختو حالاتو کې پاڅېدلی د خپل سر، مال او اولاد قربانی ته په پيش کولو سره د خلکو د هر راز باور وړ ګرځېدلی او په متفقه توګه د قيادت د امانت دستار ور په سر کړی.
هغه چې د کفر او يرغل په خلاف يې په قيادت کې جهادونه شوي او د ايماني احساس او افغانی غيرت په مټ يې له هېواد څخه کافران شړلي.
هغه چې د سوچه اسلامي عقيدې له مخې يې د نورو هېوادونو مسلمانان هم خپل ديني ورونه ګڼلي او د هغوی د مظلوميت حالت ورته د برداشت وړ نه وه، له ظالمانو څخه د هغوی د ژغورنې په مقصد يې په سوونو کيلومتره مزلونه کړی او د کلونو کلنو جهادونو په نتيجه کې يې هغوی ته د کافرانو له ظلم او شکنجو څخه نجات ورکړی.
هغه چې د يوې لحظې لپاره يې هم د کافرانو د غوښتنو په لور تمایل او د هغوی د زور او زر له امله تنزل نه دی کړی.
هغه چې له نوم، شهامت، ايماني جذبي، افغاني غرور او زړه ورتوب څخه يې لوی طاقتونه هم په لرزه وو.
هغه چې په قيادت يې اسلامي نړۍ فخر کاوه او کوي يې او اوس هم د هغوی په نوم اخيستو سره کافران او ظالمان تذليلولی شي.
دا چې د منظمو دسيسيو له مخې اوس دځينو ناپوهانو په توسط هڅه کېږي دا لفظ په داسې ريموټي روباټ (اشرف غني) ور وتپي چې ملت ورڅخه کرکه لري، نړیوالو تر منځ يې هم تحمق، قساوت او پردي پالي ضرب المثل دی؛ ځکه د اسلام او ولس په مقابل کې يې هغه څه وکړل او لا کوي يې چې انسانيت يې په يادولو شرمېږي:
اشرف غني خو چې له افغانستانه وتلی، ټول وخت يې په کفري هېوادونو کې تېر کړی، د هغوی د تربيې او تغذيې د احسان دروند پېټی يې په اوږو بار دی.
ټول عمر له اسلام، مذهب او افغانی پُر افتخاره دودونه څخه لرې پاتې شوی.
د يهودی مېرمنې په نکاح سره يې خپل دين د هغې د دين تابع ګرځولی او د هغې د خواهش په مقابل کې يې د ايمان او عقيدې هېڅ کله هېڅ پرواه هم نه ده ساتلې.
هغه د شاه شجاع او کارمل په څېر د يرغلګر په قافله کې افغانستان ته راوستل شوی.
هغه په پرلپسې توګه شپه او ورځ لګيا ده د بهرنيانو په مټ افغانان وژني، د هغوی اسلامي عقائد، ملی او مذهبی افتخارات، حياء، عزت، غرور … له منځه وړي.
افسوس صد افسوس! له ناپوهی څخه په استفاده زياتره نافهمه هېواد وال د امريکايانو او غربیانو د ګټو لپاره په ډېره ناچيزه بیعه استخداموي، د هغوی د شومو موخو او مقاصدو تعقيبولو په لار کې هر جعل او تزویر څخه کار اخلي، د یرغل د مودې اوږودولو په خاطر هرې غير مجاز وسيلې ته لاس اچوي.
الغرض د رښتيني (بابا) او اشرف غني ترمنځ دا اندازه تفاوت دی، ځينې ناپوهان چې په فيسبوک وغيره کې د (بابا) خطاب ورته وکړي دا نو بيا داسې بريښي لکه لکۍ داره حيوان ته چې پګړی ورپه سر کړل شي، چې دا ډول نادوده تصویر ته بیا د پګړی له تحقیر پرته بله هېڅ توجيه هم نه کېږي.



