ټرمپ: افغانستان کې دې د سيمې هيوادونه د ترهګرۍ ضد جګړه وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳۱)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې له دې وروسته دې د سيمې هيوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه وکړي.
ټرمپ وايي، امريکا په افغانستان کې له سلګونه کيلو متره ليرې واټن څخه دغه جګړه پر مخ وړې او له دې وروسته پاکستان، روسيې، ايران هند او ترکيې ته پکار دي چې افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه وکړي.
نوموړی وايي، دوی نه شي کولی چې امريکا د نورو د امنیت لپاره په افغانستان کې جګړې وکړي زياتوي دا د دوی مسؤوليت دی چې د خپلو هيوادونو په شاوخوا کې د ترهګرو فعاليتونه ختم کړي.
د ټرمپ له خوا افغانستان ته د جګړې لپاره د نورو هيوادونو رابللو افغانان اندېښمن کړي او په دې اړه يې غبرګونه ښودلې دي.



