نړیوال بانک؛ تر سولې وروسته د افغانانو سره د مرستو لپاره يې د مشورو لړۍ پيل کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳۱) 

د نړیوال بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو سره د سولې د احتمالي هوکړې ورسته چې افغانانو لپاره کوم اقتصادي پلانونه او هغوی سره د مرستو پروګرامونو د مشورو لړۍ پيل کړې.

افغانستان کې د نړیوال بانک رئيس په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړه له یو شمير نړيوالو او افغان همکارانو سره ناستې شوي او د هغوی نظرونه پوښتل شوي دي.

افغانستان کې د نړيوال بانک رئیس هینري کرالي  وايي، د سولې هوکړه کولی شي افغانستان کې د با ثباته اقتصادي ودې او انکاشف لپاره فرصت برابر کړي په وينا يې (غواړو داسې بالقوم اصول او لومړيتوبونه په نښه کړو چې تر هوکړې وروسته د اقتصادي ودې پروګرامونو پلانولو لپاره ګټور وي).

د کرالي په وينا، د افغانستان راتلونکي اقتصادي پروګرامونه يې په لومړيتوبونو کې دي او دا مهال په داسې اقتصادي طرحو راټولو بوخت یو چې افغانستان کې د سولې ټينګيدو او سوکالۍ لپاره زمینه مساعده کړي.

کرالي زیاتوي، د عامو خلکو د مشورو راټولول به له دغه بانک سره مرسته وکړي چې د افغانانو د اړتيا وړ هر اړخيز اقتصادي پلان چمتو کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button