طالبان: افغانستان دامریکا کوم ایالت ندی، تر لاسلیک وروسته فقط د دیپلوماتیک حضور اجازه ورکوو

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۳۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو د امریکایي چارواکو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وروستیو هغو څرګندونو کلک غبرګون ښودلی، چې ویلي یې و، په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر را کم کړي، خو استخباراتي حضور به یې په دغه هېواد کې پر خپل ځای وي.

طالبانو پر خپل رسمي ادرس په یوه تبصره کې ویلي، د ټرمپ له دې خبرو ښکاري، چې نوموړی اوس هم افغانستان ته د امریکا د یوه ایالات په سترګه ګوري، خو نا دا دامریکا کوم ایالت ندی.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې یا خو ټرمپ ته د امریکا او طالبانو مذاکرات بې ارزښته دي او یا دا چې ترې خبر نه دی ځکه دغسې بې مفهومه څرګندونې کوي.

تبصره زیاتوي، د طالبانو اصلي موخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي او په هیڅ وخت کې د هېڅ لویې او کوچنۍ نظامي یا استخباراتي ډلې پاتې کېدل ورته د منلو نه دي.

طالبانو ویلي، د مذاکراتو په لړ کې یې پر امریکایي لوري په لیکلې بڼه منلې، چې له دیپلوماتیک حضور پرته به په افغانستان کې هېڅ بهرني نظامي عسکر ته د پاتې کېدو اجازه ورنه کړي.

دغه ډله وایي، چې د ټرمپ دغه ډول څرګندونې کولی شي له امریکا سره د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي، او روانه جګړه لا خونړۍ کړي.

طالبانو آخر کې یو ځل بیا تاکید کړی چې هیڅکله به له خپلو سرو کرښو تېر نشي، ځکه چې دا ډله دملت دازادۍ او خلاصون لپاره را وتلې او ترهغه به مبارزه کوي تر څو یې خپل اهداف نه وي تر لاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button