له ديني ارزښتونو لغړ حکومت

ډاکټر يوسف اکبري

د حکومتي نورو غونډو په اړه چې هيڅ ډول ديني ارزښټونو ته پکې آن درناوى نه ليدل کيږي دوه نوي له ديني ارزښتونو سره په ټکر دودونه هم د جشن د ویناوالو په ویناو کې وموندل شول چې هيڅ ډول شرعي او دودیزه بڼه يې نه درلوده,

ويناوالو ويل: دا د شهیدانو په یاد څو شیبې چوپتیا!!!!

 چې د دین له اړخه او هم د ملي دود له اړخه هیڅ مانا او مفهوم نلري.

زمونږ په اسلامي ټولنه کې چې کله د بریا او برلاسی کومه وینا یا غوښتنه کیږي نو له الله تعالی مرسته په (ان شاء الله) ویلو غوښتل کيږي خو د غونډو له پیل څخه تر پایه ډیرې لویې خبرې د بريا کیدلې خو ټول د ان شاءالله ویلو پرته د اردو او د ځان په اتکا او مدیریت غوښتل کیده او دا جوتوي چې حکومتي چارواکي نور الله ته هيڅ احتياج ځکه نه ويني چې امريکا يې تر څنگ ولاړه ده هغه د يوه ساده غرني وگړي د خبرې په مصداق چې ويلي يې وو چې خدايه ماته يو تبر او يوه رسۍ نصيب کړه نور زه ځانته رزق پخپله پيدا کولاى شم!!!!! اوس دې حکومت هم له خدايه د امريکا په څېر بادار غوښت نور خداى او رسول ته اړتيا نلري او دا کوم تور ځکه نه دى چې په يوه حکومتي غونډه به هم د الله پيغمبر او اسلام ياد څوک وانه وري ټول دموکراسي يادوي او بس

زمونږ د هیواد ځوان او راتلونکي نسل په اذهانو کې د (دخپلواکۍ د سلمې کلیزې) په ویلو سره داسې پیغام رسیږي چې د هیواد د خپلواکۍ څخه سل کاله تیر شول, حال دا چې زمونږ هیواد له سلونو کلونو را په دیخوا خپلواک وو خو د انګریز د یرغل له امله څه موده خپلواکۍ مو نه درلوده چې د ولس په قیام او سرښندنې سره  نه د امان الله خان په کمال بلکې د الله تعالی په فضل سره سیاسي خپلواکۍ بیرته ترلاسه شوه,

کیدی شي چې د ځینو په آند دا وړې او کوچنۍ خبرې وي, خو د عقیدې او سیاست له اړخه زیات د ارزښت وړ مسئله ده او ځانته پیغام لري,

دا نور سیاسي ابزار او نوماندان دې خجالت وباسي چې دې تاریخي ورځې ته یې اصلا هیڅ درناوی ونکړ, ځکه چې هغوى له ځان سره خجالت وو او له بله پلوه د قدرت لوږې بيخوده کړي وو

مربوطه مطالب

Back to top button