ټرمپ یو ځل بيا ويلي چې افغان جګړه ګټلی شي؛ خو نه غواړي یو ميليون افغانان ووژل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۵)
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بيا ويلي چې د افغانستان جګړه ګټله شي خو په نه غواړي چې يو ميليون افغانان ووژل شي.
نوموړي دغه څرګندونې په فرانسه کې يوې خبري غونډې ته کړي زياتوي چې له افغانستانه د ځواکونو ايستلو لپاره يې تر دې دمه هيڅ مهاولويش نه دی ټاکل شوی او دا بیړه هم نه لري چې عسکر ژر اوباسي.
تر دې وړاندې ځينې امريکايي رسنيو او حکومتي سرچينو راپورونه ورکړي و چې ټرمپ غواړي په امریکا کې د ۲۰۲۰م کال تر انتخاباتو مخکې ټول امريکايي عسکر له افغانستانه اوباسي.
ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي چې دا مهال د قطر په مرکز دوحه کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ نهم پړاو خبرې روانې دي چې یادو خبرو ته نږدې سرچينې وايي، په اتلس مياشتو کې د ټولو بهرنيو ځواکونو په وتلو موافقه شوې او د طالب ویاند سهيل شاهين په وینا هڅه کيږي چې نهم پړاو خبرو کې دسولې هوکړه نهايي شي.


