پروان: نن غرمه یوځل بیا طالبانو دباګرام هوایي اډه په توغندیو ویشتلې

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)

نن غرمه یوځل بیا دهېواد په کچه دبهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه اډه(باګرام) دوسلوالو طالبانو دتوغوندیز برید هدف ګرځېدلې.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر خبر ورکړی چې ددوی ځواکونو‏ نن غرمه بیا د بګرام په هوایي اډه توغندیز بریدونه کړي.

مجاهد زیاته کړې، یاده اډه چې د هیواد په کچه د امریکایي ځواکونو تر ټولو لویه ځاله ده، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دا دریم ځل دی چې تر توغندیزو بریدونو لاندې راځي.

نوموړي دتلفاتو په اړه ویلي چې د بریدونو په پایله کې یې امریکایي ځواکونو ته درانه ځاني اومالي تلفات اړولي.

مربوطه مطالب

Back to top button