کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۷وږی، ۱۳۹۸)
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یو مشهور ابها هوایي ډګر یې تیره شپه تر توغندیز برید لاندې نیولی وو.
د حوثیانو د ډلې ویاند یحیي سریع رسنیو ته ویلي چې دغه برید یې د “قدس ۱” په نوم د یو بالستیک توغندي په واسطه کړی دی.
سریع ادعا کړې چې دوی د سعودي په مشرۍ د هغه ائیتلاف پوځي مرکز په نښه کړی چې په یمن کې د دوی په خلاف جنګیږي.
نوموړيی همدا راز د زیاتو مالي او ځاني تلفانو دعوه هم کوي او وایي چې له برید وروسته الوتنې ځنډیدلي دي.
سعودي چارواکو هم د برید پخلی کړی خو د ځاني تلفاتو ادعا یې رد کړې ده.
د سعودي په مشرۍ د ائیتلاف ځواکونو عمومي ویاند ترکي المالکي د سعودي له رسمي تلویزون سره په خبرو کې ویلي چې په دې برید کې چاته څه زیان نه دی رسیدلی.
د راپورونو پر اساس چې دغه برید مالي تلفات اړولي دي.
د یادونې وړ ده چې حوثیانو څو ځل وړاندې هم د ابها په هوایي ډګر بریدونه کړي او زیات تلفات یې وراړولي دي.
حوثیان چې په یمن کې د واکمن نظام په خلاف جګړه کوي چې د ایران قوي ملاتړ ورسره دی.


















