کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۷ وږی ، ۱۳۹۸ل)
ځینې مؤثقو حکومتي سرچینو خبر ورکړی چې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې حکومتي مذاکره کونکي ټیم ته د المان بیرګاف نومي بنسټ روزنه پېل کړې.
سرچینه زیاتوي، حکومت غواړي چې ددې مذاکره کونکي ټیم په توسط راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو کې له خپل غربي قانون(ډیمکراسۍ) دفاع وکړي.
دا اقدام دطالبانو دملاتړو، ټولنیزو رسنیو فعالانو، او سیاسي شنونکو له لوري دخندا وړ بلل شوی، اوحکومت ته یې ددې تاریخي شرم پیغورونه ورکړي.
دسولې فعال محترم شفیع اعظم صیب په یو ټویټ کې لیکلي،
شخو نکټایي او ډيپلومونو سره یې ملياردونه ډالر د کپسټي بيلډنګ په نوم و وهل خو اوس ډيپلوماټيک ډګر کې هغو طالبانو نه په ويره دي چې اتلس کاله یې ډرون او باروتو لاندې ژوند تېرکړ.
دیادونې وړ ده چې طالبانو حکومتي لوري سره پر خارجي ابعادو تر توافقاتو وروسته دخبرو تیاری ښودلی، طالبان وايي چې دا خبرې به دعامو افغانانو په حیث ورسره کوي، نه دحکومت په حیث.


















