په تیره یوه میاشت کې د پاکستان لخوا ۸۰۰ توغندي پر کونړ وار شوي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۷وږی، ۱۳۹۸)

د راپورونو پر اساس چې د تیرې یوې میاشتې راهیسې پر کونړ د پاکستاني پوځیانو لخوا ۸۰۰ توغندیز بریدونه شوي دي.

د پاکستاني ځواکونو لخوا پر کونړ بریدونه څه نوې خبره نه ده بلکې له تیر یوه کال راهیسي په وقفه یي ډول روان وي خو د تیرې یوې میاشتې راهیسې یې بیا زور اخستی دی.

افغان حکومت له پیله د پاکستان د دې ښکاره تیري په ځواب کې تر اوسه سپڼ هم نه دی وهلی.

د کونړ ولایتي چارواکو ویلي چې د پاکستاني ځواکونو د دې نوي تیري خبر یې له ارګ سره شریک کړی خو هغوی تر اوسه کوم ځواب نه دی ورکړی.

د تیرو څو ورځو بریدونو کې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي، همدا رنګه دروند مالي زیان یې هم اړولی دی.

په سوشل میډیا کې د پاکستان دې تیري ته توند غبرګونونه ښودل کیږي، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان دغه عمل په سختو ټکو غندلی دی.

کرزي ویلي چې د پاکستان لخوا دغسې عمل د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض په مانا دی او په ټکو یې چې دا یو له نړیوالو اصولو خلاف عمل هم دی.

نوموړي له پاکستاني حکومته د دې بریدونو د ژر دریدو غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button