جګړه غوښتونکی جان بولټن د افغان سولې په موضوع کې له سپینې ماڼۍ ګوښه شوی

کابل ټکی کام( شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸)

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د افغان سولې په موضوع کې څنډې ته شوی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته لوړپوړو امریکایي چارواکو ویلي چې ټرمپ په جان بولټن باور بایللی او د افغان جګړې په اړه د نوموړي خبرو ته غوږ نه نیسي.

د ورځپاڼې په وینا چې جان بولټن له ډیره وخته په لر او بر کې د امریکا د پوځي حضور په هڅه کې وو او د افغان سولې په اړه یې هم منفي نظر درلود.

د ورځپاڼې په خبره چې کله ډونالډ ټرمپ د افغانستان د راتلونکي په اړه له خپلو همکارانو سره بحث درلود نو جان بولټن پکې نه وو، حال دا چې په داسې غونډو کې د داسې کسانو وجود ضروري وي.

باید وویل شي چې ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکایي عسګرو په وتلو باندې زیات ټینګار کوي چې په همدې موخه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو هم بوخت دی.

مربوطه مطالب

Back to top button