یمن: د سعودي په هوایي برید کې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸)

د سعودي عربستان لخوا په یمن کې هوایي بریدونو تر سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه برید د یمن په المقصوف زندان باندې شوی دی.

که څه هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د مړو شمیر ۴۰ تنو ته رسیدلی او ۳۰ کسان ټپیان دي خو د عامې روغتیا وزارت ببا د مرګ ژوبلې شمیره زیاته بولي.

د یمن د عامې روغتیا وزارت ویلي په دې برید کې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لا هم د خاورو لاندې کسانو د راایستلو لړۍ دوام لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د سعودي عربستان او متحدینو په بریدونو کې یې یمنی ولس ځپل کیږي، بلکې له تیرو څلورو کلونو راهیسي په دې ته ورته بریدونو کې زرګونه یمنیان وژل شوي دي.

سعودي په یمن کې دغه جګړه د امریکا په ملاتړ مخته بیایي.

مربوطه مطالب

Back to top button