خلیلزاد نن کابل ته راروان دی

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نن له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکراتو وروسته کابل ته راشي.

خلیلزاد هم کابل ته د خپل سفر په اړه په یوه ټویټ کې ویلي چې زه به نن لږ وروسته کابل ته د سلا مشورو لپاره ولاړ شم.

طالبان او امریکایان له تیرو لسو ورځو راهیسي د قطر په دوحه کې د افغان جګړې د ختمولو په موخه په خبرو سره بوخت وو.

مخکې تر دې درې ورځې وړاندې کابل ته د خلیلزاد د سفر په اړه راپورونه ورکول کیدل خو نوموړی له طالبانو سره په خبرو سخت بوخت وو.

ویل کیدل چې د نهم پړاو مذاکراتو په پای کې به دواړه خواوې د موافقې د لاسلیکیدو اعلان وکړي خو د ځینو نامعلومو علتونو له وجې هوکړه ځنډیدلې ښکاري.

طالب ویاند سهیل شاهین د نهم پړاو مذاکراتو د پای په اړه پخپل ټویټر لیکلي: “‏د مذاکراتو اوسنی دور مو د شپې ناوخته په کامیابي سره پای ته ورساوه، البته پدې توافق وشو چې نن ۲ بجې د امریکایي ټيم سره ځینې تخنیکي خبرې هم بشړې کړو.
خپل مجاهد او مسلمان ولس ته ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌ا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوم چې د اشغال د خاتمې او د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په درشل کې یو.”

مربوطه مطالب

Back to top button