کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸)
د فاریاب ولایت څخه راپورونه وایي چې په یوه هوایي برید کې ۱۲ بې ګناه کسان وژل شوي دي.
دا برید د دې ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.
د فاریاب د ولایتي شوری غړي رسنیو ته ویلي چې په برید کې ټول وژل شوي کسان بې ګناه دي او له وسلوالو سره یې هېڅ اړیکه نه درلوده.
په یاد برید کې چې ۱۲ کسان پکې وژل شوي ۸ تنه یې ماشومان دي.
تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلي خو هر وخت په داسې پېښو کې حکومت ځان اچوي او کوم غبرګون یې پرې نه دی ښودلی.
په ورته وخت کې تیره شپه د غزني په ناوه کې هم ګډو ځواکونو چاپه اچولې چې له امله یې سلګونه دکانونه، هوټلونه او کلینیکونه تخریب او ویجاړ کړي دي.