شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د لمانځه مسائل (۸۷ مه برخه) په تراويح کې د قرآنکريم ختم کول څرنګه دي

محمود نشرونکی: محمود
سپتمبر 1, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
33
ځلې شریک شوی
411
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پوښتنه : په تراويحو کې د قرآن مجيد ختم کول څرنګه دي؟

ځواب : د روژې په ټوله مياشت کې د قرآن مجيد يو ځل ختم کول سنت دي، دوه ځلې ختم کول افضل دي او دری ځلې ختم کول له دې څخه هم زيات افضل دي، مګر دوه ځلې او دری ځلې ختم کول په وخت صورت کې بهتر دي چې مقتديانو ته کوم تکليف نه وي، هو ! په يو ځل ختم کولو کې دې د خلکو د سستي لحاظ نه کيږي ([1]).

په ناسته د تراويح لمونځ کول

پوښتنه : په ناسته د تراويح لمانځه کول څنګه دي؟

ځواب : که د دريدلو طاقت وي نو په ناسته يې کول مکروه دي ([2]).

د تراويح په لمانځه کې له امام سره د رکوع په حالت کې ګډون کول

پوښتنه : ځينې خلک د رکعت په شروع کې شريک نه وي او چې کله امام رکوع ته ځي نو ځان پکې شريک کړي دا څنګه دي؟

ځواب : دا مکروه ده، د رکعت په شروع کي شريک کيدل پکار دي ([3]).

که له يو چا د فرض لمانځه جماعت تير شو نو په تراويح کې ګډون کولاى شي که نه

پوښتنه : که يو چا د ماسخوتن فرض لمونځ په جماعت سره ونکړ، هغه يې يواځې وکړ نو ده ته د تراويحو په جماعت کې شريکيدل جائز دي او که نه؟

ځواب : جائز دي ([4]).

د شبينه حکم

پوښتنه : د شعبان ١٣ – ١٤ – ١٥ ته شبينه ويل کيژي، په دې کې قاريان سپارې وايي، په داسې شبينه کې د نيت په کولو سره د امام په اقتداء کې د قرآنکريم د آوريدو حکم څه دى؟ آيا دا ډول د قرآن آوريدل روا دي؟ په شبينه کې د قرآنکريم لوستل او په هغې کې برخه اخيستل څه حکم لري؟ په داسې جومات کې حاضريدل او د شبينه په کارونو کې د کومک او مرستې کولو حکم څه دى؟.

ځواب : ١ تا ٣ په حنفي مسلک کې د نفلو جماعت مکروه تحريمي دى، لهذا مذکوره شبينه روا نه ده، د داسې شبينه انتظام او اهتمام، په هغې کې امامت او اقتداء، يا هغې ته د خلکو را دعوت کول، دا ټولې خبرې شرعاً روا نه دي ([5]).

په وترو کې د سورتونو تعين

پوښتنه : يو شمير قاريان په وترو کې تل (انا انزلنا) سورت کافرون او په اخيرني رکعت کې سورت اخلاص لولي، سره له دې چې تل د يوه سورت ويل فقهاؤ منع کړي دي، دا تر کومه ځايه صحي دي؟.

ځواب : فقهاؤ چې کومه منع کړې د هغې لامل دا دى چې چيرته دا ګمان ونکړى شي چې له همدغو ځانګړيو سورتونو پرته د نورو سورتونو ويل په لمانځه کې صحي نه دي، يا په همدې عمل سره نور خلک همدا ګمان ونکړي، مګر د کومو سورتونو په کثرت سره ويل چې له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه ثابت دي د هغو په کثرت سره ويل د سنتو د اتباع په نيت صحي دي، بلکې ثواب دى، البته کله کله د پورتني مصلحت له امله د نورو سورتونو ويل هم پکار دي.

په وترو کې د (سبح اسم ربک الاعلي، قل يايها الکافرون، قل هوالله احد) ويل له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه د احاديثو په کتابونو کې ذکر دي، مګر په هغه باندې مداومت (هميشه والى) ثابت نه دى، لهذا زياتره وخت د همدغو سورتونو ويل بهتر دي، او په طحطاوي کې راغلي چې : د (انا انزلنا) ويل ما په کوم روايت کې نه دي ليدلي ([6]).

په وتر لمانځه کې د دعاء قنوت د هيريدلو حکم

پوښتنه : يوه کس داسې عادتي شوى چې زياتره وخت هغه په لمانځه کې د قرائت کولو په وخت کې په لومړي رکعت کې لنډ سورت لولي او په دويم رکعت کې له هغه څخه اوژد سورت لولي.

همدا ډول زياتره وخت هغه د سورتونو د ترتيب لحاظ هم نکوي، يعنې په اول رکعت کې سورت الناس او په دويم رکعت کې سورت اخلاص لولي، په داسې صورتونو کې لمونځ صحي دى او که نه؟.

همدا ډول نوموړى کس دا عادت هم لري چې په وترو کې يې دعاء قنوت هيريژي او په رکوع کې په ور يايدو سره يې نه راګرځوي، بلکې يوازې سجده سهوه کوي، مګر کله کله يې سجده سهوه هم هيره شي، مګر دا عمل د هغه قصدي نه دى، بلکه که سهواً که چيرته په همدې طريقه د نومړي کس سجده سهوه هيره شي او له لمانځه څخه له فارغيدو وروسته ولاړ شي، اوس که چيرته د وخت له ختميدو دمخه يا په وخت کې دننه وروسته ور په ياد شي نو په دغو صورتونو کې د همدغه کس د لمانځه حکم څه دى؟.

ځواب : په لومړنيو دوو صورتونو کې لمونځ اداء کيژي، مګر خلاف سنت دى او نومړي کس ته پکار دي چې دغه عادت ختم کړي.

په دريم صورت کې که چيرته يې دعاء قنوت هيره شي نو په رکوع کې په ور ياديدلو سره دې راګرځوي نه، بلکې رکعت دې پوره کړي او په اخير کې دې سجده سهوه وکړي، او که چيرته يې په اخير کې سجده سهوه هم هيره شوه نو په دې صورت کې بيا د لمانځه راګرځول واجب دي، خوا که په وخت کې دننه وي او که له وخت وروسته وي ([7]).

په وترو کې سهواً د دعاء قنوت په پريښودلو سره سجده سهوه واجبيژي

پوښتنه : که چيرته په وترو کې د دعاء قنوت ويل بيخي هير شي نو سجده سهوه واجبژي او که نه؟ او که چيرته د دعاء قنوت ويل بيخي هير شي او د سلام له ګرځولو وروسته ور په ياد شي نو وتر به راګرځوي او که نه؟.

ځواب : دا چې په وترو کې د دعاء قنوت ويل واجب دي، لهذا په سهواً پريښودونکي باندې سجده سهوه واجبيژي، او که سجده سهوه ونکړى شي نو راګرځول کيژي ([8]).

دا هم ولولئ

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د رمضان په وترو کې د سورت قدر (نا انزلنا) لوستل

پوښتنه : د رمضان په وترو کې د سورت قدر (انا انزلنا) ويل سنت دي او که نه؟ يو شمير خلک وايي چې سنت دي، او يو شمير نور بيا وايي چې سنت نه دي، حکم يې څه دى؟.

ځواب : د رمضان په وترو کې د سورت قدر (انا انزلنا) ويل په متعين ډول په احاديثو ثابت نه دى، بلکې د نورو سورتونو په څير دى هم يو سورت دى، په وترو کې ويل يې روا دي ([9]).

د دعاء قنوت پر ځاى د ثناء ويلو او د تکبير د هيريدلو حکم

پوښتنه : که يو کس په هيره په وترو کې د دعاء قنوت تکبير پريژدي يا د تکبير له ويلو وروسته ثناء ولولي، نو په موجوده صورت کې سجده سهوه واجبيژي او که نه؟.

ځواب : که په وترو کې له دعاء قنوت دمخه تکبير په هيره پريښودل شي نو سجده سهوه نه واجبيژي، همدا ډول د دعاء قنوت پر ځاى د ثناء ويل هم کومه غلطي نه ده، په احاديثو کې ثناء ته هم دعاء ويل شوې دى ([10]).

د وترو د اخيرني رکعت نيونکي لپاره د دعاء قنوت لوستلو حکم

پوښتنه : (١) که يوه کس د وترو په دريم رکعت کې له امام سره شريک شو او دعاء قنوت يې ولوستله، نو په پاتې لمانځه کې به دعاء قنوت لولي او که نه؟ (٢) که چيرته يوه مقتدي له امام سره د وترو د دريم رکعت په رکوع کې ګډون وکړ او هغه دعاء قنوت ونه لوستله نو د هغه لپاره دوباره د دعاء قنوت ويلو حکم څه دى؟.

ځواب : په دواړو صورتونو کې په دغه مسبوق باندې د دعاء قنوت لوستل ضروري نه دي، په لومړي صورت کې دعاء قنوت حقيقتاً او په دويم صورت کې حکماً اداء شوې دى ([11]).

په وترو کې د دعاء قنوت لپاره د لاسونو پورته کول

پوښتنه : که يو کس په رمضان المبارک کې د وترو په لمانځه کې له امام سره شريک شي نو دغه مسبوق کس به لاسونه پورته کوي او که نه؟.

ځواب : کوم وخت چې امام په وترو کې د دعاء قنوت لپاره لاسونه پورته کوي، نو د تکبير په ويلو به هر مقتدي که مسبوق وي که غير مسبوق وي لاسونه پورته کوي، دغه د لاسونو پورته کول فرض يا واجب نه دي، بلکې سنت دي ([12]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٨.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٨.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٨.

([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٨.

([5]) فتاوى عثماني، ١ : ٤٦٣، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٤٨، غنية المستملي، ص : ٤٣٢.

([6]) فتاوى محموديه، ٧ : ١٦٠، بحواله : سنن الترمذي، ابواب صلاة الوتر، باب ما جاء ما يقراء في الوتر، ج : ١، ص : ١٠٦، ردالمحتار، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ٦، وکذا في البحر الرائق، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ٧٦.

([7]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٣٣، بحواله : صحيح البخاري، ج : ١، ص : ١٠٧، التنوير وشرحه، ج : ١، ص : ٥٤٢، البحر، ج : ٢، ص : ٩٣، الهندية، ج : ١، ص : ١٢٨.

([8])  فتاوى فريديه، ٢ : ٥٣٩، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٥٤٥، باب سجود السهو.

([9]) فتاوى محموديه، ٧ : ١٦١، بحواله : ردالمحتار، فصل في القراءة، ج : ١، ص : ٥٤٤، وکذا في البحر الرائق، باب صفة الصلوة، ج : ١، ص : ٥٩٨.

([10]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٣٥، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٥٠٧، درالمختار، ج : ٢، ص : ١٦٣، حلبي کبير، ص : ٤١٧ – ٤١٨.

([11]) فتاوى فريديه، ٢ : ٥٤٥، بحواله : الشامية، ج : ٢، ص : ١٠، ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٤٩٦، قبل مطلب في القنوت النازلة.

([12]) فتاوى محموديه، ٧ : ١٦٣، بحواله : الفتاوى العالمګيرية، الباب الثامن في صلاة الوتر، ج : ١، ص : ١١١، وکذا في الحلبي الکبير، صلاة الوتر، ص : ٤٢١، وکذا في الدرالمختار مع ردالمحتار، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ١١.

لوی ټکي: دعارکعتقنوتلمونځمساﺉلوتر
مخکینې مطلب

فاریاب: هوایي برید ۱۲ ملکیان وژلي، ۸ پکې ماشومان دي

بل مطلب

کندوز، بغلان او د قطر خبرې!!

ځانګړي مطالب

خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com