کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۰ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دافغان سولې په اړه دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نهم پړاو خبرو وروسته کابل ته مخه کړې؛ تر څو ګډ حکومت له جریانه خبر کړي.
خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، مانن طالبانو سره دکندوز برید یاد کړ، او ورته مې وویل چې دجګړې دغسې زور زیاتی باید ژر تر ژره ودرول شي.
خلیلزاد دجنرال میلر یادونه هم کړې چې پرون دطالبانو پر وړاندې دګډو ځواکونو دجګړې مدیرت په موخه له یوشمېر افغان چارواکو سره کندوز ته تللی وو.
نوموړي بیا دهېواد په لر او بر کې په ړندو بمباریو او وحشي چاپو سکوت اختیار کړی دی.
دطالبانو ملاتړو نوموړي ته کلک غبرګونونه ښودلي، او هغه عکسونه یې دده ټوېټر ته ور وړي چې وړمه شپه فاریاب کې د بمبار له امله دیو کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول چې ۷ پکې ماشومان و.

















