کندوز، بغلان او د قطر خبرې!!

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۰ وږی ، ۱۳۹۸ل)
خلیلزاد په خپلو وروستيو ټویټونو کي لیکي دي چي امریکا او طالبان د یوې موافقې په «درشل» کې دي. هغه دغه راز په خپل وروستي تویټ کي پر بین الافغاني مذاکراتو هم ټینګار کړی دی.
رپوټونه وايي چې همدا اوس په ناروې کي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اماده ګي نیول کېږي. امریکايي دپلوماتان هلته ورغلي دي، او د دې ستر مجلس لپاره ترتیبات نیسي.
په عین زمان کي به خلیلزاد په کابل کي د اشرف غني سره د طالبانو د خبرو جریان شریک کړي، او انتظار کېږي چي تر دې ملاقات راوروسته به په قطر کې د یوې رسمي اعلامیې د صادرېدو مراسم اجرا سي.
د اعلامیې په مراسمو کي به د خلیج د هیوادونو په شمول، اروپايي ملکونه، چین او روسیه هم برخه ولري. خو د کابل رژیم به دپخوا په شان ترې محروم وي!
بل پلو، د طالبانو ویاند سهېل شاهین هم په خپل ټویټر کې افغانانو ته ډاډ ورکړی دی. هغه وايي،«د اشغال د خاتمې او د افغانستان د مسلې د سوله ایز حل په درشل کې یو.»
د شاهین له خبرو څخه ښکاري چي طالبان او امریکايان لا اوس هم پر ځینو تخینکي مسایلو باندي خبرې کوي.
بلخوا، پر کندوز او بغلان باندي د طالبانو وروستي بریدونه د هغوی د نظامي قدرت نمایش ښيي، او دا هم ښيي چي طالبانو په سیاسي او نظامي ډګرونو کي ابتکار خپل کړی دی، او د کابل رژيم او امریکا يې په دفاعي حالت کي اچولي دي.
د طالبانو دا حملې دا هم ښيي چي هغوی پر سترو ښارونو باندي د پراخو اوخونړیو حملو اراده کړې ده. د کندوز او بغلان حملې د کابل رژیم د استخباراتي او نظامي ناکامیو یوه بله بېلګه ده. د کابل رژیم استخبارات دونه غافل دي چي هر ځل طالب جنګیالي د ښار زړه ته ننوزي. همدااوس هم طالب قطعات د کندوز د ښار پر کنارو باندي ناست دي.
په داسي حال کي چي کندوز او بغلان د طالبانو له تهاجمي حملو سره مخامخ دي، د دواړو ولایاتو والیان په هند کي دي.
اوس مهمه پوښتنه دا ده کله چي د کابل رژیم په شمال کي دوه مهم ښارونه نه سي ساتلای، هغوی به د انتخاباتو امنیت څرنګه وساتي؟



