خلیلزاد؛ په دوو جلا جلا ناستو کې دګډ حکومت مشرانو سره ددوحې جزیات شریک کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)

دافغان سولې لپاره دامریکا د بهرنیو چاروزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په جلا جلا ناستو کې دګډ حکومت له مشرانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره دمذاکراتو وروستي جزیات شریک کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی چې ولسمشرغني نن د افغان سولې لپاره د امريکا له خاص استازي زلمي خليلزاد ،سره کتلي او ژر به ددغې کتنې په اړه جزييات خپاره کړي.

بلخوا بیا اجرايه رياست په خپره کړې خبر پاڼه کې د جزيياتو له ورکولو پرته ويلي ،چې دغه ناسته کې خليلزاد عبدالله ته د دوحې وروستۍ ناستې په اړه معلومات ورکړي دي.

څارونکي ددې جزیاتو له ورکولو وروسته دسولې له وروستي توافق خبر ورکوي، یوشمېر سرچینو ویلي چې همدا مهال ځینې امریکایي چارواکي المان ته رسېدلي، او د راتلونکې تاریخي توافق لپاره دالمان په کوربه توب په تاریو بوخت دي.

دمذاکراتو څارونکي ژورنالستان بیا وایي چې مذاکرات لاهم دکوچنیو تخنیکي ټیمونو لخوا مخته وړل کیږي، او پاتې جزیات به ژر د وروستي توافق لپاره نهایي کړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button