امریکا، ایران او اسرائیل سره یو دي!

لیکوال: امین وردګ
په ایران کې له آخندي انقلاب څخه را پدېخوا د دغه ملک، د هر ښار نږدې په هره کوڅه کې پر دیوالونو لیکل شوي چې: ))مرگ به امریکا و اسرائیل(( دا هغه جمله ده چې عوام پرې خطا کېدای شي، اما ځیرک او هوښیار خلک پوه دي چې دا دواړه) سره له ایرانه( د ټولې نړۍ د اشغال او تسخیر کلک هوډ لري.
کېدای شي چې ډېر مسلمانان) په ځانګړې توګه دولت پلوي ایرانیان او افغان شیعه لږکي( به له ما سره په دغې نظریه کې موافق نه وي، خو زه وایم چې دا هر څه به وخت ثابت کړي.
دغه دریواړه)امریکا، ایران، جمع اسرائیل( واحد قوت او متحد صف دی، دوی ټول د مشترکې طرحې او ګډ پلان له مخې، د ټولې نړۍ د اشغال په نقشه کار کوي.
تاسو سم ورته ځیر شئ! ایران چا د نړۍ سیال کړ؟ صنعتي پرمختګ یې د چا برکت بولئ؟ په نړیواله سطحه موډرن د تېلو ذخائر چا ورته جوړ کړل؟
د انقلاب تر شا یې د چا لاس ؤ؟ خمیني له کومه ځایه په الوتکه کې ایران ته ننوت او هلته چا هوایي میدان د ده په خدمت کې پرانیست؟ اوس ورشئ او د ایران دنننی اسلامیت وګورئ!
یوه بله پوښتنه!
تاسو ماته هغه تاریخ وړاندې کړئ چې پکې لیکلي وي)) فلانۍ شیعه ډلې په فلاني وخت کې له امریکا سره سخته جګړه وکړه ((
دا څنګه دښمني ده چې دښمنان دي اما هېڅکله یې هم یو د بل په وړاندې نظامي سنګر نه دی سره نیولی!
دا څنګه دښمنان دي چې هر یو یې کوم ملک اشغال کړي، نو سم له لاسه هغه دوه نور هم و دغه ملک ته ور وغواړي!
لږ له فکر نه کار واخلئ!
امریکا چې کله افغانستان اشغال کړ، تر ټولو ډېرې مرستې یې له هزاره توکم سره وکړې؛ هغوی یې آن تر ارګه هم ورسوول او هلته یې -وروسته له پاچا څخه- ټول واک دوی ته وسپارلو ؛ حال دا چې هزاره لږکي) له روسي یرغل څخه را پدېخوا( ټول وخت د ایراني نظام تر مستقیمې څارنې او نېغې مرستې لاندې دي.
بامیان د افغانستان تر ټولو ولایتونو) خارجي اتباعو بالخصوص ایرانیانو او امریکایانو ته( تر ټولو امنترین ولایت یادیږي! ولې؟ او لامل یې څه دی؟
بل دا چې له شمالي ټلوالې سره د ایران نېغې مرستې وې او دي؛ تر څو د افغانستان استقلال غوښتونکي پرې وځپي.
ایران نه یوازې په افغانستان، بلکې په نورو ملکونو کې هم وخت – ناوخت سیاسي او نظامي فعالیتونه کوي.
د افغانستان تر اشغال وروسته امریکایانو په دې بهانه عراق اشغال کړ؛ چې ګني هلته کیماوي وسلې جوړې شوې دي او لا هم جوړیږي، نو هغه له منځه وړل غواړي، حال دا چې دوی له اشغال وروسته هلته هېڅ کیمیاوي وسله و نه موندله، خو یوازینی کار چې دوی هلته وکړ هغه د لوی اختر په مبارکه ورځ د هغه ملک یو سني مذهبی خپلواک ولسمشر) صدام حسین( په دار ځړول وو او بل دا چې د هغه ځواکمن نظام یې نسکور کړ، فوځ یې ورته ټوټه-ټوټه کړ او پر ځای یې شیعه نظام حاکم کړ او له ایران سره یې پوله داسې پرانیستې پرېښوده چې تر ننه هم ایراني نظامیان آزادانه) پرته له ویزې او پاسپورت څخه( پرې اوړي را اوړي.
بل هغه د سوریې ورانوول او د بشرالاسد تقویه وګورئ! ولې سوریې ته ایراني فوځیان آزادانه تګ – راتګ کولا شي او د امریکا له خوا هېڅ مانع نشته ورته؟ حال دا چې امریکا هلته پیاوړی نظامي حضور هم لري او په جګړه کې ښکېله ده!
پوهېږم چې په ایران باندې امریکا او متحدینو یې بیخي ډېر اقتصادي بندیزونه ولګوول او د ایران پیسې یې نږدې له هېڅ سره مخ کړې؛ خو زما په ګمان! دا هر څه د دې د پاره وو چې د ایران ملت دومره وځپي تر څو هېڅکله هم د حکومت پر وړاندې د درېدلو جوګه نشي.
تاسو وګورئ! دغو ظالمانه بندیزونو فقط د ایران ملت و ځپلو، نه دولت.
مطلب دا چې کله روسانو افغانستان اشغال کړ امریکا د ایران او پاکستان تر شا ودرېدله او دا دواړه موږک نظامونه یې پر پړانګانو بدل کړل.
ایران نن یوه امپراتوري یادولای شو؛ ځکه چې سلطه یې آن تر دریمې برخې د عربي جزیرو و غځېدله، دریمه افغانستان او څلورمه پاکستان یې هم ورسره لاندې کړي، په روسیه او ترکیه کې یې هم سیاسي او فرهنګي فعالیتونه پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان هم د امریکا له برکته دومره قوي شو چې د ډیورنډ په کرښه اغزن تارونه او جرونه یې په رڼا ورځ کش کړل او د اشرف غني په اداره یې ومنل؛ نه یوازې تارونه او جرونه! بلکې په تورخم کې هغه)) باب پاکستان(( چې طالبانو په خپل حکومت کې راونړولو- او په همدغه باب کې نن په افغانانو د ویزو لګولو اجبار دی! دا ټول کارونه د امریکا او د لاسپوڅو یې دي.
نڅوړ: امریکا جمع ایران او اسرائیل هېڅکله هم دښمنان نه دي او نه به شي، په فلسطین کې چې کومې ډلې له ایران څخه مرستې اخلي او شعار یې د قدس آزادي ده؛ ټولې یې د اسرائیلو د استحکام او اقتدار لپاره کار کوي، تر څو اسرائیلي اشغالګر په سیمه کې واکمن او د غیر شیعه عربو د ټکولو لپاره پیاوړي کړي؛ ځکه چې موږ د دریم خلیفه) حضرت عثمان ابن عفان( د شهادت له دسیسې څخه الهام اخلو! چې هغه کار هم عبدالله ابن سباء طراحي کړی ؤ او هغه کس د همدغو اسرائیلیانو له ټبر څخه دی او دا سسلسله به د دوی بچیان تر قیامته روانه ساتي. والله اعلم



