ټایمز: دځواکونو تر وتلو وروسته دټرمپ سلاکاران افغانستان کې د cia حضور غواړي

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)

نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د ټرمپ یو شمېر سلاکاران دځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کې د سي ای اې د پراختیا په لټه کې دي.

ټایمز په خپله مقاله کې لیکلي دي، د ټرمپ یو شمېر سلاکاران په دې لټه کې دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د سي ای اې حضور پراخ کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، په همدې مسئله د ولسمشر ټرمپ د سلاکارانو ترمنځ اختلافات هم شته دي چې ښایي د سولې پر خبرو هم اغېز وکړي.

سرچینه کاږي که سي ای اې په افغانستان کې د خپل حضور پراختیا ته تیاره شي نو تر خپل ملاتړ لاندې ځواکونه به په افغانستان کې نور هم پیاوړي کړي او د وسلوالو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې به یې جګړې ته تیار کړي.

تر دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، که له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي نو پر ځای به یې په دغه هېواد کې پراخ استخباراتي حضور ولري.

دده په خبره دوی غواړي په سیمه کې د وسلوالو ډلو فعالیتونه وڅاري او د احتمالي خطرونو مخنیوی وکړي.

خو طالبانو بیا په واضحه توګه ویلي چې دیو نظامي منلو ته هم تیار ندي، اوکه امریکا په دې ټینګار کوي؛ ممکن داپروسه سبوتاژ کړي، دې ډلې زیاته کړې چې دوی به فقط دامریکا ډیپلوماټیک حضور ته اجازه ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button