د ولسمشرۍ له نوماندانو څخه هیلې او وېرې!!

ډاکټر یوسف اکبری

آيا په اعلان شوو نوماندانو کې داسې کوم ټاکنيز ټکټ شته چې که فرضا ټاکنې وګټي، نو افغان ولس به پرې په رښتینې توګه راټول شي؟

 ځواب څرګند دی او هغه دا چې نشته؛ ځکه چې دغه ټول ټکټونه د ولس د یوې برخې سره د جګړې یا پردیو ته د غلامۍ او یا لږ تر لږه د امریکایانو پر وړاندې د خپلو ارزښتونو د پلورلو سابقه لري، نو ځکه ملت له ټولو هغو خلکو څخع چې اسلام، هېواد او ولس ته ژمن دي؛ هیله لري  چې د دې ګرافيک شوې وينا سره سم د بل په ناروا کړنو کې ځانونه لتاړ نه کړي او نادودي ښه کار ونه ګڼي او هغه ټاکنې کاميابې نکړي چې موجوده ړندې دموکراسۍ او د امریکا برلاسۍ ته شنه اشاره ګڼل کیږي او پخپل نه ګډون سره امریکایانو او تالي څټو ته  یې دا ثابته کړي چې افغان ولس نور ستاسو شرمېدلی نظام په هيڅ صورت نه مني؛ هغه چې د افغان وژنې جریان او د سولې خنډ دی او یوازې د خپلو شخصي جیبونو له ډکولو پرته پر بل څه فوکس او تمرکز نلري.

او پر ځای د دې چې د افغان ولس اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن واوسي، برخلاف د امريکا او اروپا ګټې ورته محترمې دي او ښه کلک ورته ژمن دي.

همدارنګه د افغان وګړي چې  په ښارونو کې ژوند کوي، کله له دې مخکې د امریکا د غلامانو په پوچو او بې زړيو شعارونو باندې تېر وتلي وو خو له دې وروسته بايد په دغو جعلي شعارونو باندې تېر نه وځي او بايد د غربيانو دغه پروسه چې د ټاکنو تر نامه لاندې د خپلو غلامانو واک ته رسول دي؛ په خپل نه ګډون شنډه او بربنډه کړي او غربيانو ته دا وښيي چې افغانستان اسلامي خاوره ده، دلته جمهوريت او ډيموکراسي قوانين نه چلېږي، او نه هم دلته فردپالنه يا هيومانېزم په يوه او بله بڼه ځای موندلی شي، بلکې دا د اسلام خاوره ده او دلته به اسلام وي، که دا خاوره او وطن ابادېږي نو د اسلام پواسطه به ابادېږي او که ورانه وي هم نو د اسلام پر سره به ورانه وي. دلته د يما او جمشيد تاریخ نه بلکې دلته يوازې هغه تاريخ د وياړ او افتخار تاریخ بلل کېږي کوم چې د اسلام د مبارک دين له راتګ څخه وروسته پيل مومي.

مربوطه مطالب

Back to top button