د طالب سرتېرو او دولتي ځواکونو د جنګي اخلاقو پرتله!!

غورځنګ

امريکا چې له کومه وخته په افغانستان باندې د مختلفو بهانو پر اساس يرغل کړی دی نو له هغه وخته يې د ملي اردو تر نامه لاندې يې د هېواد هغه اجرتي قاتلان چې نه خو ديني امور پېژني او نه هم جنګي اصول مراعتوي؛ راټول او د افغانستان پوځ يې ورڅخه جوړ کړ، دغه شان يې له نورو مختلفو نومونو لاندې همدغه ډول د لوېدليو اخلاقو څښتنان خلک سره راټول او بيا يې مختلف قطعات ترې جوړ کړل.

خو د دوی پر وړاندې چې کوم چا د اسلامي امارت تر عنوان لاندې پاڅون او مقاومت پيل کړی، د لوړو اخلاقو څښتنان، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن، او اصيل افغانان دي، چې د وطن په درد دردمن او د افغانانو په رنځونو پوه خلک دي.

اوس نو راځئ! چې د دغو دواړو جنګي ډلو اخلاقي پرتله سره وکړو؛ تر څو هغه خلک چې تر اوسه هم لا په ګنګس حالت کې واقع دي؛ پوه شي چې اصل مسلمانان او افغانان څوک دي

پرتله:

۱ـــ لومړی خو دا چې دولتي ځواکونو ته ټرېننګ، مالي مرستې او کومک بلکې معاشات، تجهيزات او نور ټول شيان امريکايي جنرالان ورکوي، مګر طالبانو ته بيا دا هر د الله ج په نصرت سره رسېږي او بيا يې حقيقي مسلمانان سپوټ کوي. ټرېننګ ورته خپل افغانان استادان ورکوي او واګي يې د علماء کرامو په لاسونو کې دي، يعنې مطلق که ووايو چې په رأس کې يې علماء کرام واقع دي.

۲ـــــ دولتي ځواکونه د امریکا د ساتلو او امريکا د امنيت د خونديتابه لپاره جګړه کوي؛ خو طالبان بيا د خپلو ديني او ملي مقدساتو د ساتلو او ازادۍ په پار جګړه کوي، چې دا يې اهم توپير دی.

۳ــــ له دولتي ځواکونو څخه عام ولس کرکه لري او د کرکې په نظر ورته ګوري، که چېرته په کوم کلي کې دولتي ځواکونه پوسته او يا د اوسېدو ځای جوړوي نو کليوال يې تر خپله اخري وسه کلک مخالفت کوي، خو طالبان بيا د ولس په منځ کې اوسېږي، ولس یې کلک ملاتړی دی، ولس ورته په ورين تندي هرکلی وايي او دوی هم د ولسي ارمانونو لپاره جګړه کوي.

۴ــــ دولتي ځواکونه د خپلو عملياتو پر مهال ولسي خلګ وژني، تکليف ورته رسوي او د طالبانو په نامه يې ځوروي، مالونه يې لوټي، ناموسونه يې لوټي. مګر طالبان بيا د ولس د ټولو معتقداتو ساتندويان دي او کلک مدافعين يې دي، يعنې د ولس هر ډول مقدساتو ته ژمن دي.

۵ـــ دولتي ځواکونه په لويو لارو کې شوکې کوي او له عام ولس څخه مال لوټي خو طالبان بيا لويې لارې ساتي او هڅه کوي چې هغه خنډونه چې ولس ته تکليف جوړوي لرې کړي.

۶ـــ دولتي ځواکونه عام المنفعه ځايونه نړوي، مساجد نړوي، مدرسې بمباروي او ولس ته دا ورفهموي چې ګواکې زمونږ جګړه له مسجد او ممبر او ملا سره ده خو طالبان بيا د دې ټولو مقدساتو ساتنه او محافظت کوي.

۷ــــ دولتي ځواکونه د جمهوريت او ډيموکراسۍ د حاکميت لپاره جنګېږي او طالبان بيا د اسلامي نظام او اسلام لپاره خپله جګړه کوي.

۸ــــ دولتي ځواکونه د جنګ پر مهال کنځلې پوچ، بد او رد او نورې اپلتې وايي خو طالبان بيا الله اکبر، الحمد لله، سبحان الله، لله الحمد او د قران کريم نور الفاظ وايي.

۹ــــ دولتي ځواکونه  له جنګي اسيرانو سره بد چلند کوي، او ورته وايي چې د پنجاب غلامان ياست، ښکنځي يې، په بدو نومونو يې يادوي او حتی د ناموس ښکنځلې هم ورته او ان تر دې چې بيا يې په ټولنيزو شبکو کې ويډيوګانې هم نشروي خو طالبان بيا له اسيرانو سره له اسلامي ارشاداتو سره سم چلند کوي، يعنې نه يې ازاروي نه يې هم ښکنځي او نه يې هم سپکوي.

پورتنۍ پرتله د دولتي ځواکونو او طالب سرتېرو تر منځ  د هغو توپيرونو په ترڅ کې ده کوم چې په دغو دواړو کې موجود دي.

مربوطه مطالب

Back to top button