کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۲ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو وړمه شپه دکابل په تر ټولو پر امنه او ستراتیژکه سیمه ګرین ویلج او یوشمېر نورو خارجي مراکزو بریدونه تر سره کړل چې درانده مالي او ځاني زیانونه یې واړول.
طالبانو ویلي، یاد امریکایي مرکز کې سلګونه خارجي عسکر اوسېدل چې لسګونه یې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د کابل ښار دتيرې شپې دې خونړۍ پيښې بهرنيو ځواکونو ته ددرندو ځاني تلفاتو سربېره ميليونونه ډالره زيان اړولی دی.
ټاس آژانس په يوه خبر کې ويلي د تيرې شپې خونړۍ پيښه کې پر ځاني تلفاتو سربيره ګرين وليج ته دلس ميليون ډالرو څخه په زياته کچه مالي زيانونه رسيدلي دي.


















