کالیفورنیا: کښتنۍ کې له اور لګېدنې وروسته درنده مرګ ژوبله رامنځته شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۲ وږی ، ۱۳۹۸ل)
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د کالیفورنیا ساحلي اوبو کې په يوې کښتۍ کې له اور لګېدنې وروسته درنده مرګ ژوبله رامنځته شوې.
راپور زیاتوي، یاده کښتۍ کې له اور لګېدو وروسته ۲۵ مړي موندل شوي او ځینې نور یې نادرکه دي.
رسنیو د امریکا د ساحلي ګارد له قوله ویلي، نهه کسان لا درکه دي او د کښتي پنځه کارکوونکي ژوندي ژغورل شوي دي.
اور هغه وخت پیل شو چې کښتۍ د سانتا کروز ټاپو په ۱۴۵ کیلومترۍ کې لنګر شوې وه.
دا یوه سوداګریزه کښتۍ وه خو په هغه کې د اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی.
رسمي سرچینو ویلي په کښتۍ کې اورلګېدنې پر مهال ۳۹ کسان سپاره وو چې اکثر یې وژل شوي او نور یې نادرکه دي.



