پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

جلال الدين (حقاني) د منبر او سنګر امام او د پېرۍ مجدد رهبر!!

محمود نشرونکی: محمود
سپتمبر 3, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
20
ځلې شریک شوی
252
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالرحیم(ثاقب)
افغانستان د تاریخي شخصیتونو ټاټوبی دی.
دلته د تاریخ په هر مقطع کې یوشخصیت سر را پورته کړی ، اتلوالې کارنامې یې تر سره کړې او د هغو په وسیله یې په تاریخ کې خپل مقام تر لاسه کړی.
د افغانستان تاریخ د علمي، ادبي، او جهادي اتلانو په کارنامو ډک دی.
د افغاني شخصیتونو او اتلانو لړۍ له اوسني افغانستان ، او پروني خراسانه زرګونه کلونه وړاندې له لرغوني آریانا څخه پیل شوې او تر اوسه دوام لري.
که د اسلام د مقدس له ظهوره را په دې خوا د دین په خپراوي کې د افغان علمي او جهادي اتلانو کارنامو ته وکتل شي له شکه پرته چې ډیر دروند وزن لري.
افغانستان ته د اسلام د مبارک دین له را رسیدو سره سم دلته د اسلامي اتلانو او علمي شخصیتونو لړۍ له جلیل القدر صحابي حضرت سفینه مولی رسوالله صلی الله علیه وسلم څخه شروع ، تر امام الشام في الحدیث مکحول شامي ، ابوداود السجستاني ، ابن حبان البُستي، سلطان محمود غزنوي ، شهاب الدین غوري ، احمد شاه ابدالی پوری رسیدلې ده.
الحاج مولوي جلال الدین (حقاني) رحمه الله د افغاني اتلانو د سلسلې وروستۍ کړۍ ده چې په خپلو تاریخي ، علمي او جهادي کارنامو سره یې د افغاني تاریخ په زړه کې خاص ځای نیولی دی.
نن ورځ د دې تاریخي شخصیت د وفات لومړی تلین دی مونږ غواړو په دې مناسبت د ستر (حقاني) د جهادي، علمي ، فکري او مبارزاتي مشخصاتو په اړه له درنو لوستونکو سره بحث و لرو.

د جهادي نهضت نوښتګر سرخېل:
مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله له هغو كم ساريو شخصيتونو څخه دی چې د اسلامي اُمت د تخدیر شوي نسل د جهادي روحیې په راویښولو، پاللو او بیا هغوی د خدای په لاره کې جهاد ته چمتو کولو کې یې ځانګړی مهارت درلود.
دغه ډول شخصیتونه د خپلو جهادي مواهبو او ابتکاراتو له امله په اُمت کې ځانګړی مقام او ارزښت لري، ځکه هغوی د اسلامي ټولنې هغه اتلان دي چې د خپلو جهادي کارنامو او فعالیتونو له وجې ټولو مسلمانانو ته د ویاړ لامل ګرځېدلي دي.
دغه ډول شخصیتونو له خیر القرونه نیولې تر اوسه پورې د تاریخ په بېلابېلو مراحلو کې وجود لرلى او په خپلو تاریخي کارنامو سره یې په خاصو تاریخي پړاوونو کې، اسلام او مسلمانانو ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي.
مثلا مجتهدینو کرامو د علم، فقاهت، استنباط او استخراج په مسائلو کې فعال اجتهادي رول لرلى دى.
مفسرینو د قران کریم د تفسیر په مجال کې جُهد کړی او مسلمانانو ته یې د کتاب الله په تفهیم او تفسیر کې د قدر وړ خدمتونه کړي، محدثینو کرامو د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د احادیثو په ترتیب، تخریج او د هغوی لپاره د علمي قواعدو په ایجادولو کې زیار کړی چې له امله یې موږ د اصلي او موضوعي حدیث او همدا راز صحیح او ضعیف حدیث تر منځ توپیر کولى شو.
همدا راز نحوي او صرفي علماوو، اهل بلاغت او ادب، د طب، اقتصاد او سیاست فاضلانو په خپل عصر او ځای کې فعالیت کړی او انسانیت ته یې ګټې رسولي.

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

په یوه تاریخي مقطع کې یو تاریخ ساز شخصیت:
مرحوم جلال الدین حقاني د تاریخ په یوه خاص مقطع کې د اسلامي اُمت د اتلانو او مشاهیرو له جملې څخه د جهاد، مبارزې او دعوت په مجال کې تبارز کړی او په هغه کې یې د خپل اخلاص او فداکارۍ په مټ د ارتقاء مدارج طی کړي. هغه سره له دې چې یو جید عالم، ماهر سیاست پوه او ښه مبلغ و، خو د تخصص ساحه یې جهاد او له یرغلګرو سره د مقابلې محاذ و.
دا خپله د حقاني صاحب د خولې خبره ده چې (( کوم لذت ما په جهادي جبهو او له یرغلګرو سره د مقاومت په سنګرونو کې احساس کړی، د بیت الله شریف په طواف کې مې نه دی احساس کړی)).
نوموړی یوازینى جهادي مشر دى چې تر بل هر چا یې د خپلې کورنۍ ډیر غړي زامن، وروڼه، ورېرونه ، خوریونه او نور نېږدې خپلوان د خدای په لاره کې نذارانه کړي. داسې مشر چې نه یې له بیت الماله د عیش وعشرت په جوړولو کې استفاده کړې او نه یې هم جهادي امتیازات تر خپلو شخصي مصالحو قربان کړي دي.

د شخصیت روزلو فکري مکتب:
كه د حقاني صاحب شخصیت لږ په غور و ارزول شي، دا ترې فهمیږي چې «حقاني» یوازې د شخص نوم نه، بلکې د داسې یوې جهادي مدرسې او فکري مکتب نوم دی چې د جهاد، مبارزې او دعوت پلویانو ور څخه پخوا هم د یرغلګرو خلاف د جهاد او مبارزې الهام اخیستی او اوس يې هم ترې اخلي .
(حقاني) د جهاد او سرښندنې د قافلې هغه زیرك ساربان دى چې هم یې د دې ستونزمنې لارې ستړي لارویان له انحرافه ژغورلي او هم یې خپل منزل مقصود ته رسولي.
(حقاني) د جهادي حقانیت ریښتینى مظهر، د مقاومت اسطوره، د صبر، استقامت او ثبات بې ساري نمونه ده.
مولوي جلال الدین حقاني د خپلو جهادي تاریخي کارنامو له مخې د اسلامي اُمت تر وروستیو جهادي اکابرو سلطان صلاح الدین ایوبي او سلطان نورالدين زنكي را ورسته هغه جهادي قائد دی چې د جهادي فعالیتونو اغیز یې د افغانستان له جغرافيي بهر نورې اسلامي نړۍ ته هم رسیدلی دی.

د معاصر پير جهادي مجدد:
په معاصر جهادي پېر کې له شکه پرته چې (حقاني) صاحب جهادي مجدد ګڼل کیږي، ځکه که د اسلامي اُمت پخوانیو جهادي اکابرو د جهادي فتوحاتو په وسیله سیمې او هېوادونه فتح کړي، خو حقاني صاحب د معاصر دور د شروطو او امکاناتو مطابق جهادي تکتیکونه او له یرغلګرو کافرانو سره د مقاومت داسې حکیمانه اسلوب ایجاد کړی چې هر چا عملي کړی، هغوى خپل هدف ته رسېدلي او موفقیت یې په برخه شوی دی. پاتي لري …

لوی ټکي: جهادحقانيسياستمجددمنبر
مخکینې مطلب

څېړنه: سهار لخوا مو منډه ځواکمن ساتي

بل مطلب

غزل

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com