غزل

صابر جان محصل

 

موږ دې اهل ته مو میر يې استشهاده

ته د ټول عالم غمګیر  يې  استشهاده

 

ته موسی يې د دې عصر په زمان کې

د فرعون مخې ته  نیل يې استشهاده

 

تل چې دانګې  د نمرود د اور لمبو ته

موږ ملت ته مو خلیل يې استشهاده 

 

د  مظلومو  انتقام  دې  تل   اخستی 

موږ ولس ته مو  امیر يې استشهاده

 

صلیبیانو ته طوفان د نوح نبي  يې

مظلومانو ته عمرپه څېرعادل يې استشهاده

 

دا نو کیف دی چې په غشو تسبیح وايې

زه مورید او ته مو پیر يې استشهاده

 

زه.صابر. به دې د کوم جمال صفت کړم  

ته افتاب يې عالمګیر  يې   استشهاده 

مربوطه مطالب

Back to top button